ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د امریکا سفیر مایکل ميکنلي ته د غازي وزیر محمداکبرخان عالي دولتي مډال ورکړ
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د امریکا د متحدوایالتونو سفیر مایکل ميکنلي ته د خپل ماموریت په موده کې د افغانستان او امریکې ترمنځ د ښو او هر اړخیزه دوستانه اړیکو په ټینګولواو پراخولو، د دوه اړخیزه باور او همکاریو د لا زیاتولو، په هېواد او سیمه کې د سولې تامینولو، په ودانیزو چارو کې د همکاریو او مرستو جلبولو، تنظیمولو او رسولو په برخه کې د هغه د نه ستړي کېدونکو هڅو د تقدیرولو په خاطر د مخه ښې په میلمستیا کې د غازي وزیر محمداکبر خان عالي دولتي مډال ورکړ.
سرچينې زياته کړې، په دې اړه پرون ماښام په ارګ کې جوړو شویو مراسمو کې د هېواد لومړۍ میرمن او یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو، د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان او په کابل کې میشت یو شمېر سفیرانو او کوردیپلوماتیک استازو هم حضور درلود، چې په دې اړه د ولسمشر غني فرمان د جمهوري ریاست د فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، ورپسې جمهوررئیس غني په کابل کې میشت د امریکې سفیر ښاغلي مایکل ميکنلي ته د غازي وزیر محمداکبر خان عالي دولتي مډال ورکړ او نوموړي ته یې په راتلونکو دندو کې د بریالیتوب هيله څرګنده کړه.