کور / افغانستان او نړۍ / د ایچشي قضیه تر څېړنې لاندې ده

د ایچشي قضیه تر څېړنې لاندې ده

jamshid

لويه څارنوالي وايي، چې د احمد ايچشي قضيه تر څېړنو لاندې ده او د افغانستان د نافذه قوانينو په رڼا کې په بې پلوه توګه دا پېښه څېړل کېږي.

د ملي جنبش ګوند پخوانى غړى او د جوزجان پخوانى والي احمد ايشچي څه موده مخکې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له خوا ونيول شو او تېره شنبې له ١٦ ورځني بند وروسته خوشې شو.

ايشچي رسنيو ته ويلي چې دوستم د بزکشۍ له ميدان څخه د خپلو ساتونکو په وسيله خپل کور ته بيولى وو او پنځه ورځې يې په داسې حال کې زنداني کړى و، چې جامې يې ترې ويستې وې.

هغه زياته کړ، چې د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم خپلو لسو کسانو ته امر وکړ چې پر ده جنسي تېرى وکړي .

د لوې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي وايی ، چې دوى د خپلو صلاحيتونو په چوکاټ کې د ايشچي قضيه تر جدي تعقيب لاندې نيولې ده.

د نوموړي په وينا، لوى څارنوالي ددې قضيې د څېړلو لپاره يو پلاوى ټاکلى او د قضيې څېړنه يې پيل کړې ده.

رسولي وايي، چې د قضيې تر دقيقې څېړنې وروسته به ګومارل شوى پلاوى خپلې موندنې او پايلې به دقانون په رڼا کې له خلکو سره شريکې کړي.

هغه زياته کړې : (( خلک دې د څارنوالۍ د څېړنو پايلو ته منتظر واوسي، زه ژمنه کوم، چې زموږ اداره به خپله دنده د قانون د حکمونو په رڼا کې په بې طرفۍ  او خپلواکۍ ساتلو سره د اسنادو او شواهدو په رڼا کې ترسره کړي. ))

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …