کور / افغانستان او نړۍ / هندپه نړۍ کې ترټولو ستردلمرتولید فابریکه جوړوي

هندپه نړۍ کې ترټولو ستردلمرتولید فابریکه جوړوي

  په امریکا کې او د نړۍ په نورو برخو کې د لمر د انرژۍ نه د بریښنا د تولید لپاره کار اخیستل کیږي. اوس، په هند کې هم د نړۍ د لمر د انرژۍ د تولید تر ټولو لویه فابریکه جوړیږي.

دغه فابریکه په یو کال کې جوړه شوه او ډیره ځمکه یې نیولې ده چې که مقایسه شي نو د تاج محل د ساحې ۶۰ برابره ده.

ونیت چین چي عدانۍ پاور د شرکت سره کارکوي وايي،،،زموږ تر فابریکې مخکې، د سولر د انرژۍ د تولید تر ټولو لویه فابریکه د امریکا په کلفرونیا کې وه چې ۵۵۰ میګاواټه برق تولیدوي او په درییو کلنو کې جوړه شوې ده، . دغه سولر فابریکه ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه احتوا کوي. هغه زیاته وي،

،،د بریښنا د دغسې غټې فابریکې ته دیر ځمکه پکار ده چې لمر پکښې ډیر وي او بندر ته نږدې وي چې لوژستیکي سهولتونه برابر وي. دغه ټول شیان د ټامیل نادو د کماتي په سیمې کې شته،،.

په فابریکې کې دوه نیم میلیون د لمر د انرژۍ ماډیولونه کارول شوي دي چې قیمت یې ۶۷۹ میلیون ډالره کیږي د دغه غټۍ فابریکې د پینلونو د پاکولو لپاره د یو کوچني روباټ نه کار اخیستل کیږي چې هغه هم په سولر انرژۍ چلیږي.

یول یوسلویچ چې د روباټ د لاري د بریښنا پینلونو د پاکولو انجینر دی وویل،،،د روباټ نه په پینلونو باندې د دوړو د پاکولو لپاره استعمالیږي،،.

د ۲۰۲۲ کال راهیسې د هند حکومت په پلان کې درلود چې د لمر د انرژۍ نه په استفادې سره ۶۰ میلیونه کورونه ته بریښنا ورکړي.

گواټام عدانۍ چې ددغه شرکت ریس دی داسي وویل،،،موږ په پلان کې لرو چې د لمر نه به په پنځو رتلونکو کلنو کې ۱۱ زره میګاواټه بریښنا تولید کړو چې دغه به هند د بیا تولیدونکو انرژۍ د تولید په حساب به مطرح هیواد شي،،.

د عداني کمپنۍ چې د لمر د انرژۍ دغه فابریکه یې جوړه کړې ده په استرالیا کې هم ورته پشنهاد شوی دی چې هلته د لمر د انرژۍ د تولید یوه فابریکه جوړه کړي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …