کور / افغانستان او نړۍ / د اسراییلو  لومړي وزیر د اسرائلي عربانودکورنونړولو پرېکړه کړې

د اسراییلو  لومړي وزیر د اسرائلي عربانودکورنونړولو پرېکړه کړې

د اسراییلو د لومړي‌ وزیر لخوا د بعضو عرب اسرایلیانو د کورونو د ورانولو پریکړه وشوه د اسراییلو  لومړي وزیر  نتنیاهو  د بعضو عرب  اسرایلیانو  د کورونو  د ورانولو  امر وکړ.

نتنیاهو  دا پریکړه  د بعضو عرب اسرایلیانو نه ناراحته دی په بهانه  کړې ده .

د اسراییلو د اردو د راډیو  د خبر له مخې  ، لومړي‌ وزیر نتنیاهو  د بعضو عرب اسرایلیانو د کورونو د ورانولو پریکړه  ، د نوموړي‌ هیواد د سترې محکمې لخوا  په لویدیځه تراړه کې  د فلسطینیانو اړوند د مځکو او کورونو د پاسه  د جوړ شوي‌ امون یهودي‌ ښارګوټي‌ د تخلیه کولو  د پریکړې نه وروسته کړې ده .

د یادولو وړ ده چې  په اسراییلو کې  یو میلیون او ۴۰۰ زره تنه عربان ژوند کوي. د اسراییلو د نفوس  ۲۰ سلنه عربان  تشکیلوي.

د ویلو ده چې د اسراییلو سترې محکمې  د امون په نامه یهودي‌ ښارګوټي‌ د تخلیه کولو پریکړه وکړه. حکومت  د محکمې نه  د ښارګوټي‌ د تخلیه کولو په خاطر  ۳۰ ورځې  مهلت  غوښتنه کړې ده .

د اسراییلو سترې محکمې  دا پریکړه  د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۲۶ مه نیټه  فلسطینیانو لخوا  د امون په نامه  د یهودي‌ ښار ګوټي‌ پر خلاف د پرانیستې  دعوا  د فیصله کیدو نه وروسته  وکړله. فلسطینیانو  د اسراییلو سترې محکمې ته ویلي‌ وو چې  د امون د ښار ګوټی  ددوی  د شخصي‌ کورونو  او مځکو  د پاسه  په زور  سره جوړ شوی  دی . د اسراییلو سترې محکمې  دا ښار ګوټی  غیر قانوني‌ اعلان کړ  او د تخلیه کولو  پریکړه وکړه.

د اسراییلو حکومت  چې  د ښار ګوټي‌ د تخلیه کولو په خاطر د محکمې نه ۳۰ ورځې  مهلت غوښتنه کړې وه  دا ځل يي  پریکړه د ۷ میاشتو لپاره  د ځنډولو  غوښتنه کړې ده .

محکمې د حکومت دې غوښتنې لا تر اوسه پورې ځواب ورکړی  ندی.

د یادولو وړ ده چې  د امون ښارګوټی  د بیت المقدس  په شمال کې د بنیامین په سیمه کې  موقعیت لري. دا ښارګوټی  چې  په ۱۹۹۷ کال کې  د فلسطینیانو د کورونو او کرنیزو مځکو د پاسه جوړ شوی وو  ۵۰ یهودي‌ کورنۍ پکې  ژوند کوي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …