کور / افغانستان او نړۍ / په لوګرکې کډوالوته  دځمکودیش لړۍ پیل شوه

په لوګرکې کډوالوته  دځمکودیش لړۍ پیل شوه

افغان کډوالوته په ۳۴ولایتونو کې ۵۹ ښارګوټي انتخاب شوی دي ،له همدې لړۍ څخه د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې دوه زره کسانو ته د کډوالو په ښارګوټي کې د کورونو د ابادولو لپاره د ځمکو وېش پیل شو.

تېره ورځ د لوګر والي محمد حلیم فدایي د کډوالو د یاد ښارګوټي په پرانیست غونډه کې یوې سرچنې ته ویلي چې په دې ښارګوټي کې دوه زره نورو کسانو ته هم د کورونو د ابادولو لپاره ځمکه وویشل شوه.

د لوګر والي وویل، هغو کډوالو ته لومړیتوب ورکوي چې په دې وروستیو کې لوګر ته ورستنې شوي، خو ټولو بې کوره کډوالو ته يې په ترتیب سره د نمرو وېش په پام کې دی.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي چې د کډوالو د یاد ښارګوټي پرانیست غونډه کې يې برخه لرله وویل، دوی به په دې ښارګوټي کې د شلو زرو کورنیو لپاره چې د اوسېدونکو شمېر به يې دوه لکه کسانو ته ورسېږي، د استوګنې زمینه برابره کړي.

سیدحسین عالمي بلخي زیاتوي  اته زره جریبه ځمکه لري هغه ویلي چي هیڅ کډوال به پاته نه شي چي ځمکه ونلري ،دوی ویلي چي ځانګړښارجوړیږي ،خوپه یوه اساس ډول ترڅو په راتلونکي دښاجوړونې له قووانینوڅخه خلاف نه وي.

بلخوا کډوال وايي چې یوازې د کورونو لپاره د ځمکو په وېش د دوی ستونزې نه هوارېږي، ځکه د کور تر څنګ مارکېټ، سړکونه، ښوونځي، روغتونونه او نور د ژوندانه له مهمو ضرورتونو څخه دي.

خوپه دې اړه د کډوالو یو تن مشر ډاکټر صالح بعضي شکایتونه هم څرګند کړي چي ګورئ که تاسو دا ساحه وګورئ وچه دښته ده، دې کې اوبه نشته، کلینیک نشته، مکتب نشته، حتا سړک نشته، موږ لاره نه لرو چې ابادۍ ته پرې ووځو، دا ټول د انسانانو د لومړینو اړتیاوو دي، خو دلته هېڅ هم نشته، نو دې شیانو ټولو ته مهاجرین ضرورت لري یوبل مشربیا ویلي چي سمې اودکارمځکې دغاصبینوترواک لاندې دوی ته دسیلابونو خطره شته کیدای شي یوه ورځ له سترې ستونزې سره مخ شي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …