کور / افغانستان او نړۍ / ننګرهارکې د ۲خوندودنکاح په تورځینې کسان نیول شوي

ننګرهارکې د ۲خوندودنکاح په تورځینې کسان نیول شوي

تیره ورځ په ننګرهارکې یومحلي پولیس قوماندان په زوره سره دوې خوندې ځانته نکاح کړې وي چي دنجنو پلارددې ولایت اړوندومسؤلینوته خپل فریاد رسولي اوبیايي له هغه ځایه کابل مشران هم خبرکړي دي.

په همدې اړه د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په ښېوې ولسوالۍ کې یوه سړي ته د د دوو نجونو د جبري نکاح قضیه په جدي توګه څېړي.

خوبل پلو بیا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون شپه یوې سرچنې ته ویلي چي  تر اوسه پورې دوه تنه په دې ارتباط نیول شوي او د نورو ښکېلو کسانو د نیولو لپاره د پلټنې عملیات پیل شوي دي ځايي چارواکي وايي چي تراوسه پورې دمجرم دپلارپه نیولوسره ۱۱تورن کسان هم نیول شوي دي.

د ښېوې ولسوالۍ اوسیدونکی نادرخان چې لورګانې یې د خدای رحم په نوم یوه کس په زوره نکاح کړې دي وايي هېڅ چا یې غږ نه دی اورېدلی د رپوټونو له مخې خدای رحم د سیمه ییز قوماندان ګل کریم ساتونکی دی.

خوکارپوهان وايي ورته پېښې ډیرې شوي داسي ښکارلکه یو خطرناکه وضعیت چي رامینځ ته کیږي اودیوې سترې ګډوډۍ اوبدنامیوپه رامینځ ته کیدودخلکوحواس ترورکیږي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …