کور / افغانستان او نړۍ / په اروزګان کې لا هم ښوونځي تړلي دي

په اروزګان کې لا هم ښوونځي تړلي دي

05-14-unama-school-girls

په ارزګان کي روانو ناامنيو د دې ولايت ټول ښوونځي تړلي دي او شپيته زره زده کوونکي ښوونځيو ته نه سي تللای
د دغه ولایت د شورا رئيس وايي، چي د ارزګان روان حالت له زغمه وتلی دی او دلته هره ورځ د  شديدو جګړو له امله خلک کلي او کورونه پريږدي.
 
د پوهني رياست هم وايي، چي روان امنتي حالت پر پوهني سخت منفي اثرات شيندلي او د سړو مرميو له ويري زده کوونکي په ښوونځيو کي نه پريږدي، خو زياتوي چي د ژمنيو ازموينو لپاره په مرکز ترينکوټ کي کم شمېر ښوونځي پرانیستل سوي.
 د ښوونځيو ګڼ زده کوونکي د خپلو کورنيو سره کډه سوي دي او پاتي يې هم د جګړو د مرميو او توپونو د ړندو ګوزارونو له ويري ښوونځيو ته نه سي تللای.
 د ارزګان د ولايتي شورا رئیس اميرخان بارکزی وايې، چي دا مهال د مرکز ترينکوټ او ولسواليو ټول ښوونځي تړلي دي او له امله يې د ارزګان زرګونه کوچنيان او ځوانان له زده کړو بې برخي دي،
 د دې ولايت د پوهني چارواکي هم د روانو جګړو له امله سخت انديښمن دي او وايې، چي د تيرو څلور مياشتو راهيسي ټول ښوونځي تړل سوي او دا مهال تر شپيته زره زيات زده کوونکي له زده کړو بې برخي دي.
د روزګان د پوهني رئیس نجيب الله کامران وايي، چي د ژمنو ازموينو  لپاره يې په مرکز ترينکوټ کي په کم شمېر ښوونځي پرانیستي دي او دا مهال ازمويني په پيکه ډول جريان لري.
 ها خوا بيا ولايتي اداره ډاډ ور کوي، چي ډير ژر به د دې ولايت روان امنتي وضعیت کابو کړي، د والي وياند دوست محمد ناياب وايې، چي دا مهال د مرکز ترينکوټ په څنډو او ولسواليو کي د ګډو ځواکونو پراخ عمليات دوام لري.
 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …