کور / افغانستان او نړۍ / هلمندچارواکي د ۳۵وسله والودوژلو ادعاکوي

هلمندچارواکي د ۳۵وسله والودوژلو ادعاکوي

هلمند کې دتیرې ورځې راهیسي جګړه دوام لري ،افغان پوځي چارواکوویلي چي دتازه دمه سرتیرو په مرسته یې دوسله والو په وړاندې عملیات پیاوړي کړي او وسله والوته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په همدې اړه په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي په یوه غونډه کې ویلي  چې د تازه رسېدلیو سرتېرو په مرسته یې د پنجشنبې په ورځ عملیات پیل کړل او وتوانېدل په لومړنیو حملو کې د لښکرګاه او نادعلي په بېلابېلو سیمو کې ۳۵ وسله وال مخالفین ووژني ،خوښاغلي احمدزي د پرون ورځې د جګړې پر مهال افغان سرتېرو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

تیردې مخکې هم دشفق اومیوند په نوم عملیات شوي خوولسي جرګې ویلي چي هغه عملیات نمایشي وو ،صرف پوځي چارواکودخپلوامتیازاتو په ترلاسه کولو سره تبلغاتي انګازي خپرې کړې وي ،خودپام وړ څه یې نه وو کړي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …