کور / افغانستان او نړۍ / د کابل هوايي ډګر کې یوه پولیس په مساپرو ډزې کړې

د کابل هوايي ډګر کې یوه پولیس په مساپرو ډزې کړې

د کابل د حامد کرزي په هوايي ډګر کې پولیس یو تن بهرنی مساپر په ډزو وواژه

د افغانستان پلازمینې کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې یو تن پولیسو په مساپرو  ډزې وکړې.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې یو تن بهرني مساپر  ژوند د لاسه ورکړی دی .

ویل کیږي نن په کابل کې  د حامد کرزي په نړۍوال هوايي دګر کې  یو تن پولیس  په مساپرو مخامخ ډزې وکړې چې په پایله کې  د افریقايي هیواد یو تن وګړی مړ  او ګڼ شمیر مساپر  ټپیان شوي دي.

برید کوونکی  د هوايي ډګر د امنیتي کسانو لخوا نیول شوی دی. د برید لامل  ناڅرګند دی.

خوافغان پولیسو د برید په اړه څیړنې پيل کړي دي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …