دامریکا اوایران کړکیچ ترپخواهم نور زیاتیدونکی دی ،ایران ویلي چي دسپینې ماڼۍ لپاره به منطقي کړچار د اټومي موافقې اجرا کول وي .
دایرنا خبری اژانس ویلی دامریکا د ملی امنیت سلاکار بن روډس د ایران داټومی موافقې دنه اجرا کیدا په باره کښې نوی ولسمشر ټرامپ ته خبرداری ورکړ .
هغه په دې خبرې سره چې دایران اودپینځه جمع یوې ډلې اټومی موافقه یوه(۱) نړیواله موافقه ده وویل ددغه موافقې نه اجرا کیدل به د امریکا دراتلونکی حکومت اود ولسمشر ټرامپ لپاره سخت لګښتونه ولری .
دامریکا د ملی امنیت سلاکاروویل دغه نړیواله اټومی موافقه د سترو اروپایی هیوادونو او دغه راز د چین او روسیې په ګډون سره شوی او د ایران او دامریکا ترمینځ دوه اړخیزه موافقه نه ده .
هغه وویل دسپینې ماڼۍ لپاره به منطقی کړچار د اټومی موافقې اجرا کول وی .
دامریکا په شمول دپینځه جمع یوې ډلې هیوادونو تراوسه په ځلونو اعتراف کړی دی چې ایران په کامل ډول اټومی موافقه اجرا کړی ده خو امریکا دایران داټومی پروګرام د اصلی مدعی لوری په توګه دتهران پرضد تر نورو لسو(۱۰) کلونو پورې بایکاټونه تمدید کړی دی کوم چې د نړیوالې اټومی موافقې ښکاره خلاف ورزۍ ګڼل کیږی .