کور / افغانستان او نړۍ / لغمان کې ۱۳۴ تنه معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې فارغ سول

لغمان کې ۱۳۴ تنه معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې فارغ سول

%d9%84%d8%ba%d9%85%d8%a7%d9%86

په لغمان کې ۱۳۴ تنو د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې له زده کړو وروسته د فراغت سندونه ورکړل سول.

د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وایي دغو کسانو د شپږ میاشتو په موده کې په دغه روزنیز مرکز کې پر کمپیوټر پېژندنې سربېره د کمپیوټر د بېلا بېلو پروګرامونو او له انټرنېټ څخه د سمې ګټې اخیستنې په برخه کې زده کړې تر لاسه کړې.

دغه روزنیز مرکز چې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په ریاست کې پرانېستل شوی تر دې دمه یی په ۱۳ دورو کې ټولټال (۱۲۵۹) تنه په کې شامل شوي، چې له دې جملې تر اوسه ترې ۸۳۹ تنو تر زده کړو وروسته د فراغت تصدیق لیکونه تر لاسه کړي دي.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …