کور / افغانستان او نړۍ / اوباما د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه بربنډه کړه

اوباما د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه بربنډه کړه

اوباما ویلي‌ دي‌ چې د روسیې لخوا د امریکا په ټاکنو کې د مداخلې ځواب به ورکړي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما وویل چې  روسیې  د سایبر بریدونو سره  د امریکا  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  جدي‌ مداخله کړې  . 

هغه وویل چې  مونږ  هم  باید  هر څه  ژر  د روسیې  ددې اقدام  قوي‌ ځواب ووایو  پرته  د شکه چې دا خواب  به په  یوداسې  وخت کې  ورکوو  چې  زمونږ  لپاره  تر ټولو  مناسب وي.

هغه وویل چې  د روسیې ولسمشر ښاغلی  پوتین  په هر څه ډیر ښه پوهیږي‌ ځکه چې  ما ورته  پدې برخه کې خپل  غوڅ پيغام  مخامخ  ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر اوباما  دا څرګندونې  د امریکا د خلکو د ملي راډیو سره په مرکه کې وکړې.

هغه  د امریکا په ټاکنو کې  د روسیې لخوا د سایبر برید سره د مداخلې اړوند وویل چې «  امریکا  باید  ددې مسلې  ځواب خامخا ورکړي. امریکا باید روسیې ته  ددې اقدام  لازم ځواب ورکړي . خو پرته د شکه  چې  دا ځواب به  مونږ  په خپله خوښه  وخت کې ورکوو. »

هغه وویل چې روسیې  د یو بهرني‌ هیواد په ټاکنو کې مداخله کړې ده . ددې مداخلې ځواب باید چې ورکړو.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …