کور / افغانستان او نړۍ / ټرافیکې پیښې څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ټرافیکې پیښې څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله

images__stories__image__provinces__east__car-accident-kabul-jalalabad-road-1

د کابل ــ جلال اباد په لویه لار د یوې ټرافیکې پیښې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وایي، پیښه تیر ماښام د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره د وریښمین تنګي په سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې یو فورنر موټر چې کابل ته په لاره و؛ لومړی د زرهي موټر، یوې کرولا او یو بل فرونر موټر سره وجنګیده، او له امله یې په فرونر کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ او ترڅنګ یې دوه تنه په زرهي موټر او یو تن په کرولا موټر کې زخمیان شول.

ځواک وایي، زخمیان د کاکڅ کلینیک ته د درملنې په موخه استول شوي دي.

د لویې لارې د ساتونکو پولیسو په وینا د زخمیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …