کور / افغانستان او نړۍ / عطا محمد نور وايي د بلخ سرپرستي پریږدي

عطا محمد نور وايي د بلخ سرپرستي پریږدي

 

220px-atta_muhammad_nur_of_afghanistan_in_august_2010-croppedد بلخ سرپرست والي وايي، نور نه غواړي د والي په توګه دنده پرمخ يوسي او ژر به د ولسمشر غني او د جمعيت ګوند ترمنځ يو هوکړه ليک په ډاګه شي.

نوموړي دغه څرګندونې، تېره ورځ په مزارشريف کې د الکوزي شرکت له خوا د روضې له نوي جوړېدونکي جومات سره د ٥٠٠زرو ډالرو د مرستې د ترلاسه کولو پرمهال رسنيو ته وکړې.

سرپرست والي عطامحمد نور وويل، د دوى (جمعيت اسلامي ګوند) او ولسمشر اشرف غني ترمنځ يوه هوکړه شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به راښکاره شي.

هغه زياته کړه، د دې هوکړې له مخې به ولسمشر د حکومتي چارو په ترسره کېدو کې له دوى سره مشورې کوي او هم به له سترو تصميمونو څخه دوى خبروي.

د ده په وينا، اشرف غني هم له دوى څخه غوښتي چې د هېواد په امنيت ساتنه کې همکاري وکړي، د حکومت له بهرني سياست او همدارنګه د سولې له روان بهير څخه ملاتړ وکړي.

دى وايي، سره له دې چې ولسمشر غني له ده څخه د والي په توګه د بلخ د پرېښودو غوښتنه نه ده کړې، خو دى په خپله غواړي د ولايت دنده پرېږدي، ترڅو يو بل کس دغه چاره پرمخ يوسي.

د ياد هوکړه ليک په اړه، رياست جمهوري تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

د دې هوکړې خبره په داسې حال کې مطرح کېږي، چې تردې مخکې به عطامحمد نور کله کله له ولسمشر غني سره څرګند مخالفتونه کول.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …