کور / افغانستان او نړۍ / ملي امنیت د داعش د انتحاري حملو تنظمونکي ډله نیولې

ملي امنیت د داعش د انتحاري حملو تنظمونکي ډله نیولې

unnamed

د افغانستان ملي امنیت په کابل کې د داعش وسله والې ډلې لس کسېزه ډله نیولې ده

د ملي امنیت عمومي ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې چې نن پنجشنبه‌یې رسنیو ته لېږلې ویل شوي چې نیول شویو کسانو د عبدالله په مشرۍ په کابل کې د سخي زیارت او د رجال برجسته کسانو پر موټر باندې په انتحاري حملو کې لاس درلود.

اعلامیه زیاتوي چې یادو کسانو د دې تر څنګ په کابل ښار کې د کارتې سخي پر جومات، طلوع، شمشاد او اریانا ټلوېزیونونو د ډله‌ییزو انتحاري حملو پلان هم درلود چې د ملي امنیت منسوبینو له‌خوا ونیول شول.

اعلامیه زیاتوي چې یادو کسانو غوښتل په کابل ښار کې د سني او شیعه مذهبونو تر منځ نفاق رامنځته کړي.

اعلامیه وايي چې یادو کسانو په کابل ښار کې خپل کسان په تخنیکي وسایلو ښه سمبال کړي و تر څو په دغه ښار کې د شیعه مذهبو پر جوماتونو د انتحاري حملو پر مهال وېډیو وکړي تر څو له دې لارې د خلکو تر منځ نفاق رامنځته کړي.

ملي امنیت د دغه نیول شویو کسانو وېډیو هم خپره کړې چې پر خپلو جرمونو یې اعتراف کړی.

داعش وسله والو تر اوسه په دي اړه هیچ نه دي ویلي

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …