کور / افغانستان او نړۍ / د جوزجان پېښه دې په قاطعیت او بي طرفۍ سره وارزول شي

د جوزجان پېښه دې په قاطعیت او بي طرفۍ سره وارزول شي

%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1

ځينو سياسي، ملي او جهادي شخصيتونو له ولسمشر غني سره په کتنه کې ټينګار کړى، چې د جوزجان پېښه دې په قاطعیت او بي طرفۍ سره د عدلي او قضايي مراجعو له‌خوا وارزول شي او پايلو ته دې درناوی وشي.

له ارګ څخه خبریال ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني د مشورتي ناستو په لړ کې، نن سهار د هېواد یو شمېر سیاسي، ملي او جهادي شخصیتونو سره وکتل.

سرچينه لیکي، په دې ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول سیمه‌ییزو اړیکو، ملي بسیج او په جوزجان ولایت کې د وروستۍ پېښې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د جوزجان ولايت قومي مخور احمد ايشچي له ١٦ ورځني بند وروسته، تېره اونۍ د شنبې په ورځ د هغه ولايت د ملي امنيت له لوري خوشې او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو. له خوشې کېدو وروسته ایشچي ادعا وکړه، چې د بند پر مهال جنرال دوستم خپلو ساتونکو ته امر کړی و، چې پر ده جنسي تېری وکړي، خو د ولسمشر د لومړي مرستيال دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره یادې ادعاوې رد کړې دي.

سرچينه زياتوي، ولسمشر د غونډې برخه‌وال د جوزجان د وروستۍ پېښې په اړه د حکومت له اقداماتو خبر کړل، ويې ویل، په دې اړه د ملي امنیت شورا څو غونډې جوړې کړې دي چې دولت د پوره غور او دقت په نتیجه کې د قانون د حاکمیت اصل ته په پام موقف نیولی دی.

هغه زیاته کړې، دغه موضعګیري، مسئلې ته د رسیدګۍ په خاطر داسې لار نقشه تنظیموي، چې د عدلي او قضايي بنسټونو له لارې به قضیې ته رسیدګي وشي.

دى وايي: "دا چې دغې پېښې په بېلابېلو دلایلو خلک متاثره کړي دي، نو لا زیاتو مشورو په ځانګړي ډول د جهادي، سیاسي او ملي شخصیتونو مشورو ته اړتیا لیدل کېږي."

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي رهبرانو حضرت صبغت‌الله مجددي او استاد عبدرب الرسول سیاف، د ملي شورا د دواړو جرګو مشرانو عبدالرووف ابراهیمي او فضل هادي مسلمیار، محمد یونس قانوني، د سولې عالي شورا ستر مرستیال محمدکریم خلیلي، هدایت‌امین ارسلا او محمداسماعیل خان هم د اجنډا په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناستې ګډونوالو د جوزجان د پېښې په اړه د اجماع درلودو او د حکومت له موقف څخه د ملاتړ تر څنګ خواشیني څرګنده کړه، ټینګار یې وکړ چې دا پېښه باید په قاطعیت او بي طرفۍ سره د عدلي او قضايي مراجعو له‌خوا وارزول شي او نتایجو ته یې درناوی وشي.

قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس محمدیوسف حلیم په دې ناسته کې ويلي: "تاسو ته ډاډ درکوم چې د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته به په دې برخه کې په بشپړې بې طرفۍ سره قانون تطبیق شي."

د خبرپاڼې په حواله، همدارنګه ولسمشر د سیمې، ګاونډیو او د نړۍ هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او له سیاسي او اقتصادي پلوه یې دغه اړیکې خورا مهمې وبللې.

هغه ټینګار وکړ چې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره باید د وړاندوینې وړ مناسبات ولرو.

سیاسي، جهادي او ملي شخصیتونو هم ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا ـ په ځانګړي ډول د امنیت او اقتصاد په ډګر کې مهمه مسئله وبلله.

هغوی د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د توجه وړ موضوعاتو پر بېلابېلو اړخونو او د امنیتي خطرونو د کموالي په اړه په دقت او مسوولیت منلو سره تفصیلي خبرې وکړې او وړاندیز یې وکړ، چې په راتلونکو غونډو کې دې هم په دې اړه هراړخیز بحثونه وشي.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …