کور / افغانستان او نړۍ / هند پاکستان ته د ترهکرۍ پر ضد مبارزه کې د مرستې وړاندیز وکړ

هند پاکستان ته د ترهکرۍ پر ضد مبارزه کې د مرستې وړاندیز وکړ

12k-india

هند له پاکستان سره د ترهګرو پر ضد مبارزه کې همکارۍ ته چمتوالی وښود.

د هند د کورنیو چارو وزیر راجنات سنګ په جمو او کشمیر ایالت کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، که پاکستان ته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې بوج دروند وي، نو له دوی دې مرسته وغواړي.

«هند چې وايي، له ترهګرو سره جوړجاړی نشو منلی، پاکستان ولې ورته کار نه کوي؟  پاکستان د ترهګرۍ په کنټرولو کې بې وسه او ناکام دی. که دوی د ګاونډي هند مرستې ته اړتیا لري، نو موږ ورسره د ترهګرو پر ضد جګړه کې مرستې ته چمتو یو. دوی خو دې مرسته وغواړي

د هند د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې که پاکستان غواړي ترهګر د هند د بې ثباتې لپاره وکاروي، نو دغه پلان به یې هیڅکله بریالی نه شي.

هغه ویلي پاکستان باید دا حقیقت ومني، چې ګاونډیان یې بدلیدونکې نه دي.

« په ژوند کې ملګري بدلیږي، خو ګاونډی نشي بدلیدلی. زموږ ټولو صدراعظمانو هڅه کړې، چې له ګاونډیو سره ښه اړیکي ولرو

څو میاشتې وړاندې کشمیر کې د هند پر یوه پوځي مرکز د وسله والو له برید راهیسې، د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي.د دواړو هیوادونو سرحدي ځواکونه له هغې راوروسته نږدې هره ورځ پر یو بل بریدونه کوي د توپونو او نورو درنو وسلو بریدونه کوي.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …