کور / افغانستان او نړۍ / په لوګر کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسوول ووژل سو

په لوګر کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسوول ووژل سو

%d9%85%d8%af%d8%ab%d8%b1

په لوګر کې د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول مدير د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى

د لوګر د والي وياند سليم صالح وويل چې نن ماښام شاوخوا پنځه بجې د محمداغې ولسوالۍ په کتب خېلو کلي کې د "ملي پيغام" خصوصي راډيو مسوول مدير قاضي نصير مدثر له دفتر څخه په موټر کې د کور په لور روان و، چې وسله والو پرې ډزې کړې دې.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې قاضي مدثر وژل شوى او وسله وال تښتېدلې دي.

د هغه په وينا، پوليسو د دې پېښې د عاملينو د نيولو هڅې پيل کړې دي.

د مدثر زوى زبير الهام، وايی چې پلار يې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

دى زياتوي، معلومه نه ده چې دا کار ولې شوى، خو له دوى له هېچا سره شخصي دښمني نه لري.

الهام چې د يادې راډيو خبريال هم دى، وايي، د ملي پيغام راډيو له ١٢ کلونو راهيسې بې پرې فعاليت کوي.

د دې پېښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

د دې راډيو دفتر چې د کابل – ګردېز په لويه لاره د محمداغې ولسوالۍ اړوند د بيني شرفګان په غونډۍ کې موقعيت لري، د فعاليت له پيل څخه دوه ځلې پرې وسله والو بريد کړى او دوه ځلې پرې بهرنيو ځواکونو چاپې اچولې دي.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …