کور / افغانستان او نړۍ / بنګله دېش د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماته ورکړه

بنګله دېش د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماته ورکړه

 

u19-cricket-team-picد ١٩ کلنو کرکټ لوبـډلو اسيايي يو ورځنيو سياليو کې د بنګله دېش لوبډلې د افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش ،سريلانکا او ماليزيا په ګډون د اسيا د ١٩ کلنو لوبډلو يوه ورځنۍ سيالۍ نن د ليندۍ په ٢٥مه، په سريلانکا کې پيل سوې.

د افغانستان ١٩ کلنې لوبـډلې نن خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره ترسره کړه، ددې لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې په ٤٨ اورونو کې ١٤٦ منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته يې د ١٤٧ منډو هدف ورکړ، د افغانستان له لوري نثار وحدت ٣٢، نوين الحق٢٧ او پروېز ٢٣ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لوبډلې ياد هدف په ٤٣ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه او لوبه يې وګټله.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …