کور / افغانستان او نړۍ / پکتیا کې نشه يي توکي نیول سوي دي

پکتیا کې نشه يي توکي نیول سوي دي

تارياک-زابل-Zabul-Drug-Catching

د پکتيا چارواکي وايي چې د ګردېز ښار په اړوند سيمه کې يې پنځه سوه کيلوګرامه ترياک او دوه سوه کيلوګرامه چرس نيولي دي.

د پکتيا والي زلمي ويسا رسنیو ته وويل چې دغه نشه يي توکي پرون ماښام د دويمې حوزې د پوليسو له لوري د ګردېز ښار په نيستي کوټ سيمه کې نيول شوي دي.

ويسا وويل، له دغو نشه يي توکو سره په تړاو يې دوه کسان او يو بار وړونکی موټر هم نيولي دي.

د ده په خبره، دغو کسانو غوښتل چې دغه توکي له ننګرهار ولايت څخه د پکتيا ځاځي اريوب او له هغه ځايه يې بيا غزني ته انتقال کړي.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …