کور / افغانستان او نړۍ / ننګرهار کې ملي امنیت دوه بهرني بریدګر نیولي

ننګرهار کې ملي امنیت دوه بهرني بریدګر نیولي

nangahar

د ننګرهار ملي امنیت له لوري هغه دوه تنه بریدګر ونیول شول، چي غوښتل یې په دې ولایت کې په یو شمېر دولتي ادارو ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.

د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي د یو رسنیز کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته وویل، چې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي، رحيم الله او عالمزيب، چې د خيبر ايجنسۍ د باړې سیمې اوسيدونکي دي او غوښتل يې په جلال اباد ښار کې پر مهمو حکومتي ادارو بريد وکړي، نیول شوي دي .

نوموړي وويل، چې وسله والو طالبانو ياد کسان خوږياڼو ولسوالۍ ته ورغوښتي وو، ترڅو هلته ورته ځانمرګي واسکټونه په تن کړي او بېرته يې د ځانمرګي بريد په موخه جلال اباد ښار ته را وليږي، چې موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شول.

ځانمرګو بريد کوونکو هم اعتراف کړی، چې خيبر ايجنسۍ کې وسله والو طالبانو په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو ترسره کولو په موخه دعوت کړي و.

د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ هم په جلال اباد کې دوه تنه انسان تښتونکي، چې د خيبر پښتونخوا اوسيدونکي و، د ملي امنيت ادارې له لوري ونيول شول او په خپلو ټولو جرمونو يې اعتراف وکړ.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …