کور / افغانستان او نړۍ / له آلمان څخه ایستل سوي افغان مهاجر کابل ته ورسیدل

له آلمان څخه ایستل سوي افغان مهاجر کابل ته ورسیدل

 

mahajarلسګونه افغانان چې له المان څخه ايستل شوي وو، نن سهار کابل ته را رسېدلى دي.

دوه مياشتې مخکې د افغانستان او المان حکومتونو تر منځ يو تړون لاسليک شو چې له مخې به يې هغه افغانان له المان څخه ايستل کېږي چې قبول شوي نه وي.

د دې پرېکړې له مخې، المان به دغه کسان يو ځايي نه وباسي، بلکې د پنځوسو، پنځوسو کسانو په ډلو کې يې افغانستان ته رالېږدوي.

الماني رسنيو خبر ورکړى چې پرون ٥٠ افغانان چې په دغه هېواد کې يې قبولي نه وه شوې، له المان څخه یې د را ايستلو لړۍ پيل شوه.

له دغو کسانو ٣٤ يې نن د ليندۍ په ٢٥مه د سهار شاوخوا پنځه بجې په يوه الوتکه کې د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته را رسېدلي دي.

د کابل د هوايي ډګر د پوليسو قوماندان محمداصف جبارخېل ويلي چې دغه کسان نن سهار په يوه ځانګړې الوتکه کې را رسېدلي دي.

هغه زياته کړې چې له المان څخه ايستل شوي ټول ځوان  افغانان دي او کورنۍ ورسره نشته.

راپورونه وايي چې په المان کې د ١٢٥٠٠ افغانانو د قبولۍ عريضې رد شوې دي او اټکل کېږي چې دغه ټول به په راتلونکو څو مياشتو کې افغانستان ته ولېږدول شي.

د الماني رسنيو د معلوماتو له مخې، له تېرو دوو کلونو راهيسې دغه هېواد ته سلګونه زره غير قانوني کډوال رسېدلي چې ډېرى يې د سوريې عراق او افغانستان اوسېدونکي دي.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …