په زابل کي چاودني پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې تېره شپه د ښارصفا ولسوالۍ د سراج کلي په یوه کور کي چاودنه سوې او پر مهال ئې دوه تنه کوچنیان وژل سوي یوه مېرمن او دوه تنه نور کوچنیان ژوبل سوي دي. پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې کله چي کوچنیانو د سونګ په توکو کي سرګولوله راوړې وه.
دواړه ژوبل سوي کوچنیان او مور ئې میرویس روغتون ته راوړل سوي او روغتیايي حالت ئې د ډاډ وړ دی.