کور / افغانستان او نړۍ / بلغاریا ۱۴۰ افغان پناه غوښتونکي د خپل هیواد ایستلي دي

بلغاریا ۱۴۰ افغان پناه غوښتونکي د خپل هیواد ایستلي دي

 

migrationد بلغاریا لومړي وزير تېره ورځ وویل، چې ۱۴۰ افغانان يې ترکیې ته سپارلي او د ۲۰۰ نورو په اړه تیاری روان دئ.

بلغاریا د مهاجرو د مخنیوي لپاره د ترکیې د هلوځلو مننه وکړه، ویې ویل چې پر پوله د ترکیې د فشار له کبله بلغاریا ته د مهاجرو ورتګ کم سوی دئ.

دا په داسې حال کې ده چې جرمني وړمه ورځ په یوه چارتر الوتکه کي د رد سوو افغان پناه غوښتونکو لومړۍ ډله افغانستان ته ولېږله.

د سې شنبې په ورځ سویډن ۱۳ او ناروې ۹ افغانان له خپلې خاورې وایستل.

د جرمني چارواکي وايي چې په بېرته لېږل سوو افغانانو کي اکثره په خپله خوښه خپل هېواد ته تللي.

 جرمني د راتلونکي میلادي کال تر پیل مخکې ځیني کډوال افغانستان ته استوي

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، تر ۱۲ نیم زره زیاتو افغانانو ته ویل سوي چې له جرمني څخه خپل هېواد ته ولاړ سي.

سږ او تېرکال له افغانستان، منځني ختیځ، افریقا او نورو هېوادونو تر یو میلیون زیات پناه غوښتونکي جرمني ته ورغلي او د کډوالو ورتګ په جرمني کې د(متبادل جرمني ګوند) د پیاوړتیا سبب سوی دئ.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …