کور / افغانستان او نړۍ / نورستان: ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نورستان: ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

نورستانامنیتي چارواکي وايي، د نورستان په نورګرام او دواب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو مطبوعاتي مسئول جګړن شیرین آغا فقیري وایي، د الماس په نوم عملیات، چې د امنیتي ځواکونو له لوري په دې ولایت کې پیل شوي دي، بریالي مخته روان دي.

فقیري وايي، پرون د دغو عملیاتو پرمهال په دواب ولسوالۍ کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او د طالبانو د نظامي چارو د یو معاون سعیدالله په ګډون ۵ نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي، د عملیاتو پرمهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …