کور / افغانستان او نړۍ / ننګرهار ۶ بهرني داعش وسله وال وژل سوي

ننګرهار ۶ بهرني داعش وسله وال وژل سوي

n00087608-b

د ننګرهار امنیتي مسئولین وايي، په هسکې مېنې او اچین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پرمهال ۶ داعش جنګیالي وژل شوي دي، چې ټول بهرنیان دي د دې ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول حضرت حسین مشرقیوال وایي، بریدونه بې پیلوټه الوتکې کړي.

هغه وایي، د هسکې مېنې د خرګي په سیمه کې د شوي برید په پایله کې ۴ داعش او دغه راز د اچین په پېښې سیمه کې په شوي برید کې ۲ داعش جنګیالي وژل شوي دي.

مشرقیوال وایي، په بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی

داعش وسله والو تر اوسه د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …