کور / افغانستان او نړۍ / د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به نن له بنګله دېش سره لوبيږي

د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به نن له بنګله دېش سره لوبيږي

u19-cricket-team-pic

د نوین الحق په کپټانۍ د افغانستان ۱۵کسیزه ۱۹کلنه کرکټ ملي لوبډله له هندوستان څخه د ۱۹کلنو په اسیا کپ کرکټ سیالیو کې د ګډون له پاره سرېلانکا ته رسېدلې.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخی، ټاکل شوې، د افغانستان ۱۹کلنه کرکټ ملي لوبډله به نن خپله لومړۍ رسمي لوبه د بنګله دېش ۱۹کلنې کرکټ ملي لوبډلې خلاف ترسره کړي.

د نن ورځې سیالۍ به د افغانستان په وخت سهار ۹ بجې د سریلانکا په متارا کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې په هندوستان کې د څه باندې یوې میاشتې له پاره په ممبۍ او ډهلي کې تمریني سیالۍ کړي او په پوره تیاریو سره به په سرېلانکا کې ولوبیږي.

په دې سیالیو کې به د لومړي ځل له پاره د افغانستان ۱۹کلنې کرکټ ملي لوبډلې کپټاني ځوان بالر نوین الحق په غاړه ولري.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخی، د اسیا ۱۹ کلنو۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ به په ۴ لوبو پیل شي، چی د افغانستان د لوبې ترڅنګ به پاکستان له سنګاپور، هندوستان له مالیزیا او سرېلانکا له نیپال سره سیالي وکړي.

په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د اسیا اته ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې برخه لري.

د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د سرېلانکا په کوربتوب د ۱۹ کلنو په اسیا کپ کرکټ سیالیو کې له بنګله دېش، پاکستان او سنګاپور سره په (ب) ګروپ کې ولوبیږي.

دغه راز په دویم ګروپ کې بیا هندوستان، نیپال، مالیزیا او د نیپال ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې یو بل سره مخامخ شوي دي.

افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به له لومړۍ لوبې وروسته په ۱۶ مه نېټه له پاکستان او په ۱۸ مه نېټه له سنګاپورۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي.

د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ ټولټال ۱۵ سیالۍ به د ۹ ورځو په موده کې وشي، چې د هر یو ګروپ ۲ ګټوونکي لوبډلې به سیمي فاینل او بیا ۲ ګټوونکي لوبډلې به د اتلولۍ ګټلو له پاره فاینل ته لار پیدا کړي.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …