کور / افغانستان او نړۍ / په کندهار کې د جامع عمر قراردادیانو ته پیسي نه دي ورکول سوي

په کندهار کې د جامع عمر قراردادیانو ته پیسي نه دي ورکول سوي

%db%b1%d8%ac%d8%a7%d9%85%d8%b9-%d8%b9%d9%85%d8%b1

د کندهار د تر ټولو لوی حضرت عمر رض د جامع جومات قرارداديان او کارکونکي وای، دوی ته دولت د تر سره کړي کار پيسې نه دي سپارلي.

په کندهار کې د عمر جامع جومات د جوړولو قراردادیان او کارکوونکي وايي، د دغه جومات کارونه دوه نیم کاله مخکې بشپړ شوي، خو تر اوسه د دوی پیسې نه دي ورکړل شوي.

هغوی ادعا کوي چې حکومت یې له دې درکه یو نیم میلیون ډالر پوروړی دی، خو تر دې مهاله یې په ورکولو نه دی توانېدلی.

دوی وايي، که ولایتي اداره یې غږ وانه وري، نو اړ دي چې مرکز ته ولاړ شي او خپله ستونزه مخامخ له ولسمشر سره شریکه کړي.

خو د کندهار ولایتي مسؤلین وايي،د دغو کسانو سره مستوفیت، ښاروالۍ او ولایت مقام قرارداد کړی،چي د پیسو د ورکړي موضوع هم په دوی پوري اړه نه لري او دا د مرکزي ادارې صلاحیت دي .

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي،د دغو کسانو د ستونزو د هواري لپاره به د ښاروالۍ په مرسته ستونزه یو ځل بیا له مرکزي مسؤلینو سره شریکه کړي

دغه پروژه د جومات تر څنګ دوه نورې برخې د ديني زده کړو دارالعلوم او مارکېټ لري، چې اوسمهال يې يواځې د جومات کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.

دغه جومات دوه نیم کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک په وروستیو کې پرانېستل شو.

دغه جومات په درې پوړه کې د ٤ ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شوى، چې پر يوه وخت په کې ١٤زره کسان لمونځ کولى شي.

پر دغې پروژې ټولټال ١٨ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې د جومات لپاره پیسې د پخواني ولسمشر کرزي، کندهار ښاروالۍ او د دغه ولايت د ملي سوداګرو له خوا ورکړل شوې دي.

جامعه عمر چې اوس ورته د حضرت عمر فاروق جامع جومات په نوم يادېږي، بنسټ يې ۱۶ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايښودل شوى و، چې د هغوى تر پرځېدو وروسته يې کار په ټپه ودرېد.

د دويم ځل لپاره د دغو جومات د جوړولو چارې د ١٣٨٩ کال د غويي په ٢٨مه پيل شوې، ولې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله له ځنډ سره مخامخ شوې.

د درېيم ځل لپاره د حضرت عمر فاروق(رض) په نوم د دغه لوى جامع جومات د جوړولو چارې درې کاله وړاندې د کندهار ښاروالۍ له لوري بيا پيل شوې.

د هېواد د ښاري پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې، د حضرت عمر فاروق جامع په درې جريبه ځمکه کې د ٣ پوړو په لرلو سره د ١٨ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښټ جوړېږي، چې د کندهار ښاروالۍ، کندهار مېشتو سوداګرو او د حکومت له ځانګړې بوديجې ورکول کېږي.

د جومات يوه برخه د نارينه لمونځ کوونکو لپاره او بله برخه به يې د ښځينه لمونځ کوونکو لپاره ځانګړې وي او دغه مسجد به په ډېر پرمختللي او عصري سيسټم جوړېږي، ١٥٠ عصري تشنابونه به لري، ٤ لوړې منارې او هره مناره به د ليفټ سيسټم لري، ګومبزه به يې له مسو جوړه وي، دېوالونه او فرش به يې په مرمرو پوښلي وي، په انټرنيټ او مډرنو وسايلو به سمبال وي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …