کور / افغانستان او نړۍ / په ننګرهار  کې پولیسو ۳۵ کیلو ګرامه تریاک نیولي

په ننګرهار  کې پولیسو ۳۵ کیلو ګرامه تریاک نیولي

 

taryakد ننګرهار امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر مسئول حضرت حسین مشرقیوال وایي، د دې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو د بهسودو پل په ساحه کې د پلټنې پر محال پنځه دیرش کیلو ګرامه تریاک ونیول.

مشرقیوال وایي، یاد  تریاک چې په ډیر مهارت سره په مټیز ډوله موټر کې ځای پرځای  کړای شوي وو، ونیول سول.

نوموړی وایي، چې دغه تریاک د لغمان ولایت څخه د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته لېږدول کېدل.

د مشرقیوال په خبره، د یادو تریاکو  په تور یې یو تن نیولی، چې په یاد مدیریت کې تر پوښتنو لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار امنیه قوماندانی پولیسو تېره ورځ هم په یو عراده لارې موټر کی (۵۱۰) کیلو ګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي .

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …