کور / افغانستان او نړۍ / د کندهار ملي امنيت ۳۸ وسله وال نیولي دي

د کندهار ملي امنيت ۳۸ وسله وال نیولي دي

_dsc7320

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه و خبریال ته په راستول سوي خبرپاڼه کې راغلي چي د کندهار د ملي امنیت مرستیال په نظامي مجلس وویل چي د تېري يوې اوونۍ په ترڅ کي يې په جلا-جلا سيمو کي ۳۸ وسله وال له وسلو او نشه يي توکو سره نيولي دي چي وروسته به يې رسنيو ته په اړه بشپړ معلومات ورکړي.

خبرپاڼه زیاته وي چي د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي ویلي چي د تېري يوې اوونۍ په ترڅ کي يې ۲ وسله وال وژلي، ۴ يې ټپيان کړي او ۶ نور يې ژوندي نيولي دي. هغه زياته کړه چي يو شمېر وسلې يې هم نيولي دي، د جنايي پيښو په تړاو يې ۵ کسان نيولي دي او ۵ معتادين يې د تداوۍ په مرکز کي تداوي کړي او کورونو ته لېږلي دي. هغه زياته کړه چي د ټرافيکو څه باندي ۶ لکه افغانۍ عوايد يې افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.

د ملي اردو د لومړۍ لوا قومندان د يو ماين د کشف او شنډولو خبر ورکو او د ۳ لوا قومندان وويل چي ۱۳ ماينونه يې د کشف او شنډ کړي دي او د نظم عامې قومندان د ۳ ماينونو د کشف او شنډولو خبر ورکړ.

کندهار والي هم  د ملي امنيت وروستۍ لاسته راوړني ستايلې او ویلي دي چي دا لاسته راوړني د امنيتي ځواکونو پر پياوړتيا دلالت کوي.

تر اوسه وسله والو طالبانو رسنیو ته په دي اړه هیچ ندی ویلي.

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …