کور / افغانستان او نړۍ / سامسونګ۲۰۱۷کال دګلکسي په ځای نوی ځیرک تلیفون وړاندې کوي

سامسونګ۲۰۱۷کال دګلکسي په ځای نوی ځیرک تلیفون وړاندې کوي

سامسونګ دګلکسي ۷پرځای د۲۰۱۷کال فبروري میاشت ځیرک تلیفون وړاندې کوي

د سامسونګ  کمپنۍ  د ګلکسي  نوټ  ۷ ټیلیفون لرونکو ماډل خپله ناکامه بللی چي نوربه یې دنړۍ بازارته وړاندې نه کړې هغوی اوس نوی سامسونګ نړۍ بازار ته وړاندې کوي چي تربل هرډول تلیفون یې امتیازاتو ډیرډي .

د سامسونګ  کمپنۍ  په پام کې لري  چې  په بازار کې پاتې  ګلکسي نوټ ۷ ټیلیفونونه  د تل لپاره  د خپلو سترګو وړاندې نه  لرې کړي.

د سامسونګ  کمپنۍ  د ګلکسي  نوټ  ۷ ټیلیفون لرونکو ته  ډیر بد زیری  ورکړ.

د سامسونګ  کمپنۍ  په پام کې لري  چې  په بازار کې پاتې  ګلکسي نوټ ۷ ټیلیفونونه  د تل لپاره  د خپلو سترګو وړاندې نه  لرې کړي.

سامسونګ  په پام کې لري  چې  هر څه ژر  نوموړي  ټیلیفونونه  له کاره وغورځوي  او شبکه پرې  قطع کړي.

د ویلو ده چې د نړۍ په ډیری هیوادونو کې  ډیری  خلکو  سامسونګ  نوټ ۷ ټیلیفونونه  بیرته  د سامسونګ کمپنۍ ته  سپارلي  ندي.

په امریکا کې  لس سلنه ګلکسي  نوټ ۷ ټیلیفونونه  د سامسونګ کمپنۍ ته  اعاده شوي  ندي.

سامسونګ  چې  ګلکسي  نوټ  ۷ ټیلیفونونو سره  تر ټولو  ستره  ضربه ولیدله  غواړي چې  دا  لوی خنډ  او شرم  د خپلو ستر د وړاندې نه د تل لپاره لرې کړي.

سامسونګ  کمپنۍ  ویلي دي چې  د دسمبر په ۱۹ مه نیټه  به  په ګلکسي نوټ ۷ ټیلیفونونو  شبکه  قطع کړي  او تل لپاره به يي  بند کړي.

د یادولو وړ ده  چې  سامسونګ کمپنۍ  د ګلکسي  نوټ ۷ ټیلیفونونو  د بطرۍ د چاودنو  له امله  په بازار کې  خپل اعتبار د پام  د لاسه ورکړ.

سامسونګ  غواړي چې  د لاسه ورکړي  اعتبار د بیرته ترلاسه کولو په خاطر  لومړی  ګلکسي نوټ ۷ ټیلیفونونه په کامله توګه د مخې  لرې کړي.

سامسونګ  کمپنۍ  په ګلکسي نوټ ۷ ټیلیفونونو کې د رامنځته شوي ستونزې نه وروسته  د نوموړو ټیلیفونونو د راټولو  پریکړه وکړه. یادې شوې کمپنۍ  په ټوله نړۍ کې  ډیری  ګلکسي نوټ ۷ بیرته  راټول کړل. خو  اوس هم  ډیری  کسان  شتون لري چې  د ګلکسي  نوټ ۷ ټيلیفون د بطرۍ د چاودنې  د خطر سره سره  د نوموړي ټيلیفون استفادې ته دوام ورکوي.

سامسونګ  د ګلکسي نوټ ۷ ټیلیفونونو په بدل کې  پیریدونکو ته  ګلکسي نوټ ۷ اس ټیلیفون  او ۹۵ امریکايي ډالره  ورکړل.

سامسونګ  کمپنۍ  ویلي دي چې  د ګلکسي  نوټ ۷ د تشې  د ډکولو په خاطر به هر څه ژر  ګلکسي اس ۸ بازار ته وړاندې کړي.

سامسونګ کمپنۍ ویلي دي چې خپلې نوي ماډل  زیرک  ټیلیفونونه به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۲۶ مه نیټه  معرفي کړي.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  ګلکسي  اس ۸  دوه  شاته  کمرې لري. د کمرو نه  یوه ۸ میګا پکسله او بله به ۱۶ میګاپکسله وي.

سامسونګ ویلي دي  چې  ګلکسي اس ۸ به د تیرو ټیلیفونونو  او په بازار کې د موجودو زیرکو ټیلیفونونو په پرتله  لا په پرمختللې او قوي  تکنالوژۍ سمبال  وي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …