کور / افغانستان او نړۍ / دامریکاپه پولیسو وسله وال بریدشوی

دامریکاپه پولیسو وسله وال بریدشوی

د امریکا  متحده ایالتونو د جورجیا په ښار کې  په پولیسو وسله وال برید وشو.

دامریکا رسنیزو سرچنې تائده کړې چي د امریکا  متحده ایالتونو د جورجیا په ایالت کې  په پولیسو وسله وال برید وشو د جورجیا امنیتي چارواکیو په وینا  په پولیسو د ټرافیک څراغونو ته د دریدو پر مهال ډزې وشوې.

  برید کوونکی چې د برید نه وروسته په تیښته بریالی شوی وو  د پولیسو لخوا نیول شوی دی. برید کوونکی  ۲۲ کاله عمر لري  او د سویلي کارولینای اوسیدونکی  دی.

امنیتي چارواکیو ویلي دي چې  په برید کې  دوه پولیس  ټپیان شوي دي چې  په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.

ویل کیږي  برید کوونکي  د یو بل موټر نه د پولیسو په موټر  ډزې کړي دي.

د ویلو ده چې د تیرو دوو اونیو په دننه کې دا دویم  ځل دی چې په یاد شوي ښار کې په پولیسو وسله وال بریدونه کیږي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …