کور / افغانستان او نړۍ / د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار د برېښنا د سمون لپاره یوه نوې ډرامه او بهانه شروع سوې ده، هغه دا چي د برېښنا چارواکو ویلي چي د اوبو د سطحي ټیټ والی ددې باعث سوی چي برېښنا تر بل هر وخت کمه سي

. ایا تاسي هم د برېښنا نه شتون واقعاً د توربینونو کمبود او یا هم د اوبو د سطحي ټیټوالی بولئ؟

زما په نظر داسي نه ده لکه څنګه چي موږ ته ویل کیږي!

لمړی یو سوال دئ، زما په شمول تاسي هم فکر پر وکړئ چي د برېښنا نه شتون لوړپوړو چارواکو او انحصار خوښوونکو تجارانو ته فایده لري که تاوان؟

معلومداره خبره ده چي د برېښنا نه شتون د لسګونو تجارانو او لوړپوړو چارواکو لپاره د عاید تر ټولو ستره منبع ده او دا عایداتي منبع به یې په لاندي څو ټکو کي درته واضع کوم!

په کندهار کي څه باندي ۱.۲ میلیون وکړي ژوند کوي چي په اوسط ډول سره د کورونو/فامیلونو تعداد ۱۲۰۰۰۰ ته رسیږي، که د اقتصاد او تجارت له اړخه ورته ګورو نو پر دې ۱۲۰۰۰۰ فامیل باندي د سولر، بیټرۍ، پطرول، ډېزل او جنرېټر تر ټولو ښه تجارت په کيږي. موضوع به هر اړخیزه نه څېړم، خو خپل هدف په لاندي ځینو ساده نقاطو کي را لنډ کړم.

که چيري د کندهار لپآره د کجکي برېښنا ۲۴ ساعته سي، نو د مرکز څخه به هغه په سلګونه زره لېټره ډېزل/پطرول نور کندهار ته د استحقاق په نیت نه ورکول کيږي، کوم چي هره میاشت د صنعتي پارک او جکشنونو لپآره کندهار ته ځانګړي سوي دي، نو که تېل نه وي، معلومداره خبره ده چي د مسؤل او ولایت په سطحه د چارواکو لپاره د عاید یوه لاره وتړل سول !

تاسي به ښه پوهېږئ چي د برق د نه شتون له وجهي هره میاشت د میلیونونو ډالرو په ارزښت شمسۍ، بېټرۍ، جنرېټرونه او تجارتي تېل واردیږي، نو که چيري برق سم سي بیا د کندهار په سطحه داغه تر ټولو ستر تجارت او عاید لرونکی کاروبار په ټپه دریږي، او تجاران خواران یې بېکاره کيږي. v

که چيري د کندهار لپاره برق سم سي، لینونه نور و نه شکول سي، نو هغه د سلهاؤو زره افغانیو په ارزښت برقي سامان الات او لینونه چي د برېښنا د سمولو لپاره روزانه په مصرف رسیږي نور د پاکستان/ايران څخه وارد نه سي.

(داسي مي هم اورېدلي دي چي د برېښنا ریاست څخه لینونه او نور اجناس د برق د لین د سمولو په بهانه ایستل سوي، او بېله دې چي هغه لینونه او اجناس پر خپل ځای په کار ورسول سي، برق سم سوی او لینونه بیرته په تجارتي شکل خرڅ سوي دي) لنډه به دا ووایم چي د لوی کندهار لپاره برېښنا او په برېښنا پوري تړلي اجناس او تجارت یې یو انحصاري شکل لري، تر څو چي ددې چارواکو او تجارانو خوښه نه وي، والله که د منظمي برېښنا خاوندان سئ.

لیکنه : محمدشاه سعیدي

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …