کور / نړۍ وال خبرونه / ټرمپ به نن د بهرنیو چارو وزارت لپاره کاندید معرفي کړي.

ټرمپ به نن د بهرنیو چارو وزارت لپاره کاندید معرفي کړي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د بهرنیو چارو وزارت لپاره کاندید معرفي کړي.

هغه پرون شپه ناوخته په خپل ټویټر دا اعلان کړی دی.

که څه هم نه ده معلومه چې څوک به د امریکا متحده ایالتونو راتلونکی د بهرنیو چارو وزیر شي خو امریکايي رسنیو ویلي ریکس ټیلرسون د کاندیدانو په سر کې دی.

فوکس نیوز خبر ورکړی چې د ایکسون موبیل کمپنۍ مشر ریکس ټیلرسون به د ټرمپ انتخاب وي.

Republican presidential candidate Donald Trump speaks to supporters as he takes the stage for a campaign event in Dallas, Monday, Sept. 14, 2015. (AP Photo/LM Otero)
Republican presidential candidate Donald Trump speaks to supporters as he takes the stage for a campaign event in Dallas, Monday, Sept. 14, 2015. (AP Photo/LM Otero)

د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمب سلاکار کېلېن کونوې رسنیو ته ویلي چې په روسیه کې د ټیلرسون کاروباور او اوږده تجربه هغه د دې دندې لپاره مخکښ نوماند کړ.

که چیرته هغه کاندید شي له روسیې سره به یې اړیکې په سنا مجلس کې چې د وزارت د څوکۍ د ګټلو لپاره یې مثبته رایه ضروري ده ډېر تر بحث لاندې ونیول شي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د اسراییلو  لومړي وزیر د اسرائلي عربانودکورنونړولو پرېکړه کړې

د اسراییلو د لومړي‌ وزیر لخوا د بعضو عرب اسرایلیانو د کورونو د ورانولو پریکړه …

اسدځواکونو دحلب مرګ ژوبله تاریخي ازادي وبلله

  د سوریې ولسمشر بشر اسد خپلو خلکو ته د حلب د ازادولو مبارکي ورکړه. د …