کور / افغانستان او نړۍ / زابل کي مامورین له موټر چلوونکو غېري قانوني پیسې اخلي

زابل کي مامورین له موټر چلوونکو غېري قانوني پیسې اخلي


د زابل مرکز کلات ته په داخلېدونکو دروازو کي ملکي مامورين له موټرچلوونکو غيرقانوني پيسې اخلي

زابل ښار ته داخليدونکي موټرچلوونکي وايې، دلته د ښاروالۍ ، ترانسپورټ او ترافيکو د ادارو مامورين غيرقانوني پيسې ورڅخه اخلي او که يې ورنه کړي موټرونه يې دروي . 
موټرچلوونکي وايي، دا ډول فساد له کلنو -کلنو راهيسي دوام لري او په دې اړه يې زيات شکايتونه کړي خو چا ئې مخه نه ده نيولې . 
خو د زابل والي بسم الله افغانمل وايي، چي په دې ولايت کي د فساد په وړاندي جدي مبارزه کوي او هيڅ چا ته اجازه نه ورکوي چي له خلکو غېرقانوني پيسې واخلي.
ښاغلي افغانمل ډاډ ورکړ، چي د کلات په دخولي دروازو کي به د دې فساد مخه نيسي . 
تر دې مخکي د لويو باربري موټرونو چلوونکو د کندهار – کابل او کندهار – هرات پر لويه لاره د پوليسو له بد چلند او غيرقانوني پيسو له اخیستلو هم شکايت کړی وو.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …