کور / افغانستان او نړۍ / د کندهار په زندان کي يو ښوونځی پرانيستل شو

د کندهار په زندان کي يو ښوونځی پرانيستل شو


د کندهار ولایتي مسئولينو د شنبې په ورځ د کندهار په لوی زندان کي د زندانيانو د زدکړو په موخه يو ښوونځی پرانیستنل سو
د پوهني رياست مسئولین وایي، په دې ښوونځی کي زندانيانو ته تر دولسم ټولګی پوري زده کړه ورکول کېږي او دغه ښوونځی ئې وزارت د ولایتي چارواکو په غوښتنه جوړ کړی.
د کندهار د پوهني سرپرست محيب الله قادري وایي، په ښوونځی کي به د سواد زده کړي فارغ زندانيان په پنځم، شپږم ، اووم او اتم ټولګيو کي منل کیږي او تر دولسم ټولګی پوري زده کړه ورکړل سي.m
د ښاغلي قادري په خبره د زدکړي بهير د لوستو زندانيانو له لوري مخته وړل کیږي.
د کندهار د مرکزي زندان امر سمونوال غلام فاروق هم رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي د زندانيانو د زده کړي په برخه کي له معياري مېتودونو څخه ګټه اخیستل کیږي او د زندانيانو د زندان د مودې له پای ته رسېدو سره سم به هغوئ لوستي او د زده کړل سویو مسلک سره ټولني ته ځي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …