کور / افغانستان او نړۍ / د کندهار دیني عالمانو د جګړې د دریدو غوښتنه وکړه

د کندهار دیني عالمانو د جګړې د دریدو غوښتنه وکړه


دیکشنبې په ورځ د کندهار لسګونو ديني عالمانو د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «ص»د مبارک میلاد په مناسبت په جوړو سوو مراسمو کې له ټولو افغانانو وغوښتل چي د يوالي او امن لپاره سره يو سي.

د یکشنبې په ورځ په کندهار کي په بېلابېلو جامع ګانو کي خلکو د قرانکریم ختمونه وکړل او ديني عالمانو د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) پر سيرت خبري وکړې.
ديني عالمانو په هیواد کي روانه جګړه وغندل او د جګړې له شکېلو خواو څخه ئې وغوښتل چي یادي ورځي ته په کتو جګړې ته د پای ټکی کښېږدي او د سولي او امن راوستلو کي هڅي وکړي.img_0811
عامو خلکو هم په یادو جوړو سوو مراسمو کي وویل چي د دې ورځي فلسفې ته په کتو باید مسلمانان د تاوتريخوالي د مخنیوي لپاره لاس په کار سي او په هیواد کي روان بحران ته د پای ټکی کښېږدي، تر څو د وژنو او دربدرۍ مخه ونیول سي.
د ربیع الاول دولسمه د حضرت محمد «ص» د مبارک میلاد په مناسبت په اسلامي هېوادونو کي په خاصو اسلامي مراسمو لمانځل کیږي، چي د افغانستان په زیاتو ولایتونو کي هم یاد مراسم ولمانځل سول.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …