کور / افغانستان او نړۍ / د روزګان محاصره پولیسو ته  معاش نه دی ورکول شوي.

د روزګان محاصره پولیسو ته  معاش نه دی ورکول شوي.

په روزګان کي ځايي پولیس شکایت کوي چي د سختي جګړې سره – سره دوی  ته د دریو میاشتو معاشونه نه دي ورکول شوي.

 د روزګان په مرکزترینکوټ کي یو شمیر پولیسو خبریال ویب پاڼي ته ویلي  چي دوي د تیرو درمیاشتو راهیسي معاش نه لري په داسي حال کي چي د سر په بیه يي د مرکز ترینکوټ ساتنه کړې او وسله وال طالبان يي پرینښودل چي مرکز ترینکوټ ښار ته داخل او ولایت مقام ونیسي .

د روف او خان محمد په نومونو دوو تنو پولیسو خبریال ته وویل چي دوی په داسي حال کي چي هره ورځ د مرګ له ګواښښ سره مخامخ دي په تیرو درو میاشتو کي يي یوه ورځ رخصتي نه د ه کړي خو چارواکي ورته هیڅ توجو نه کوي.

د سرچینو په وینا ډیری پولیس د کورنۍ سپرستي لري او له معاش پرته به  ممکن  دنده پریږي.8aca0b84-819b-4685-be93-6d82f13a02ec_w610_r1

دغه پولیسو همداز ویلي چي د وسلو او مهماتو ستونزه اوس هم لري او که چیري توجو ورته ونیسي نو امکان سته چي په تیره دو میاشتو کي د دولت لاس ته ورغلي دوه کلیومتره ساحه بیرته د طالبانو لاس ته ولویږي.

ومو غوښتل چي په دې اړه د اروزګان د امنیه قومندان نظر واخلو خو د ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدو .

د یادلو وړ ده چي درې میاشتي مخکي وسله وال طالبان د روزګان د مرکز ترینکوټ ښار دروازو ته ورسیدل چي وروسته د بهرنیو ځواکونو د قاطع ماموریت په مرسته د ښار د څنډو څخه شاته شول .

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …