کور / افغانستان او نړۍ / په پکتیکا کې د نجونو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په پکتیکا کې د نجونو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دپکتیاولایت مطبوعاتي دفترڅخه خبریال ویب پاڼې ته په یوه لیږدول شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چي د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په احمد اباد سیمه کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یاد ښوونځي د بنسټ ډبره د شنبې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال کېښودل شوه.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا ولایت والي محمدالیاس وحدت ترڅنګ ګڼ شمېر چارواکو ګډون کړی وو.img_1126

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي چې په یاد ولایت کې د ښوونځيو په ځانګړې ډول د نجونو ښوونځیو د ودانیو برخه یې په لومړیتونو کې ده او هڅه کوي چې په دغه برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.

وحدت د ښوونځيو لپاره د ودانیو نشتون او دښځینه ښوونکو کموالی په پکتیکا کې د ښوونیز بهیر پر وړاندې عمده ستونزې یادوي.

نوموړی وایي چې د یادو ستونزو د حل په موخه یې له اړونده وزارت او نورو مرسته کوونکو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې او هیله من دی چې په دې برخه کې ورسره لازمې مرستې ترسره شي.

بل لورته د پکتیکا د پوهنې رئیس نسیم واجد وایي چې د احمد اباد د نجونو ښوونځی د پوهنې وزارت له لوري د لسو میاشتو په موده کې جوړیږي.

واجد زیاتوي چې یاد ښوونځی لس خونې لري چې ټول ټال پرې اتلس میلیونه افغانۍ لګښت راځي.img_1130

دده په خبره ښوونځي ته د ودانۍ په جوړیدو سره به د یادې سیمې د نجونو زده کوونکو ټولې ستونزې حل شي.

 

په ارګون ولسوالۍ کې په داسې حال کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي ودانۍ بنسټ ډبره اېښودل کیږي چې سږ کال به د لومړي ځل لپاره پکتیکا د دولسم ټولګي څخه د نجونو فراغت ولري.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …