کور / افغانستان او نړۍ / افغان ولسمشردمیلادنبي دمبارکې ورځې په مناسبت له وسله والودسولې هیله کړې

افغان ولسمشردمیلادنبي دمبارکې ورځې په مناسبت له وسله والودسولې هیله کړې

افغان ولسمشراشرف غني د دمیلاد نبي په مبارکه غونډه کې له وسله والو طالبانو غوښتي چي ددې مبارکې ورځې په مناسبت دي نور دهیواد اوملت سره همږغي شي اودسولې ځولۍ دي له دولت سره ونیسي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د اسلام پیغمبر د زېږېدنې ورځې په مناسبت غونډه کې یې کابل کې خبرې کولې، د خپل هېواد له ټولو مخالفو ډلو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي هغه وویل؛ "په دغه مبارکه ورځ کې د دولت ټول مخالفین بین الافغاني خبرو اترو ته رابولم ښاغلي غني د خپل حکومت مخالفینو ته وویل؛ د هغوی او د افغانستان د خلکو او د مسلمانانو خیر په دې کې نشته چې خپل هېواد وران کړي او خلک بدبخته او د نوړو اړمن پاتې شي هغه زیاته کړه؛ "زموږ د ټولو خیر د پیغمبر د لارې په پيروۍ کې دی چې سوله، رحم او ورورولي ده."

دسولې بهیرپه داسي حال کې مخ په وړاندې وړل کیږي چي امریکاکې دټرامپ مشرکیدل او دهغه هیواد وزیردفاع هم ورته سخت دریځ جنګپال شخصیت دي چي احتمال نلري دوی دې دسولې لاره غوره کړي .

افغان ولسمشر تل په وسله والو دسولې ږغ کړی ،په وروستیو کلونو کې په مذهبي مراسمو کې د افغانستان د دولت مشرانو له مخالفو وسله والو په وار وار غوښتي چې جګړه پرېږدي سوله وکړي نوموړی په دواړو اخترونو کې هم له وسله والو غوښتي چي سولې ته راشي ښاغلي غني د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ویلي و چې افغانستان د جرګو وطن دی،خونن یې هم ځینې وغوښتل چي دمبارکه ورځ ده نور باید په هیواد کې وینې توی نه شي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …