کور / افغانستان او نړۍ / دپيسو دمصرف کولو ۸ عمده لارې

دپيسو دمصرف کولو ۸ عمده لارې

۸ عملي لارې چې تاسو پیسې پرې ولګوئ

زه پوهیږم، سپما او د راتلونکي لپاره پانګونه مو یوازی عملي شي دی چې تاسو یې کولای شي. ده یوه سړه مشوره ده، خو کله چې تاسو غواړي هغه پیسې چې په ډېرو ستونزو سره مو لاس ته راوړي په یو شې باندې ولګوئ، هغه شي باید عملي، ګټور، د مانا وړ او ستاسو په هوساینی کې شتون ولرې. ډېرۍ خلک خپلې پیسې سپما کوي، خو په ډېر بې ارزښته څیزونو باندې یې لګوي. دلته هغه اته عملي لارې دی چې تاسو خپلې پیسې په ګټورو څېزونو باندې ولګوئ.

1. د پام وړ خلکو لیدلو لپاره سفر په خپل ژوند کې ــــ کیدای شې چې تر دی ښه لاره نه وي، چې په ژوند کې خپلې پیسې د پام وړ خلکو د اړیکو لپاره ولګوو. لکه څنګه چې وخت په تېزۍ سره تېرېږي، خو کله کله موږ هیروو چې قوی شخصي اړیکې د موږ رواني هوساینی لپاره اړین دی. چې څومره مو عمر ډيریږی هغومره ښه ملګري او کورنۍ ته اړتیا لرو، تر څو منظم او هوسا ژوند وکړو.

2. د يو شخصي روزونکي ګومارل ــــ ستاسو صحت ستاسو ژوند دي. پرته له دي، په نړۍ کې ټول بریالیتوبونه او ناورینونه بې مانا دي. د خپل ځان سره باید دا تعهد وکړو چې هره ورځ به په منظم ډول تمرېن کوو، ځکه چې همدا یوه غوره لار زمونږ د جسمی او دماغي صحت لپاره ده. کله کله په خپله مبارزه ډېره ستونزمنه وي. د پیسو لګښت په یو مسلکي روزونکي، هغه څوک چې تاسو ته ښه پایله ولرې، ستاسو لپاره به ډېر ګټور وي.

3. د خپل ځان روزنه ــــ د پیسو څخه مو د خپل مسلک اړوند کتابونه، او یا نور روزنیز کورسونه واخلۍ. په یاد مو وي، علم قدرت دی، او ستاسو مغز کانتینر د هغه علم دی.

4. خپل کور ته مو ارزښت ورکړئ ـــــ ستاسو کور باید مقدس وي، تر څو خپل ځان آرامه احساس کړي. خپل کور ته مو ارزښت ورکړي، یا شخصی ارزښت او یا پولې ارزښت یې لوړ کړي، دا تل یو عملي انتخاب دي د پیسو لګولو لپاره. که ستاسو د خپل آرامۍ کچه لوړه کړي د راتلونکی کلونو لپاره، تاسو به ګټونکی وی.

5. د روغتیا او هوسایني سیاحت واخلئ ـــــ سیاحت ستاسو ذهن د فشار او نورو عواملو څخه لرې ساتي. دا ستاسو د دماغ د هڅونې تخليقي فکر د راپيداکولو لامل ګرځې.

6. په خپل ژوند کې مو کلیدي خلکو ته معنا لرونکې سوغات واخلئ ـــــ په ژوند کې غوره انعام سوغات ورکول دي، مخصوصا هغه خلکو ته چې تاسو یې خیال ساتئ. لږ پیسې مو په یوه معقوله ډالۍ باندې ولګوئ د هغه چا دپاره څوک چې ستاسو په ژوند کې ډېر اهمیت لرې.

7. سالم خواړه واخلۍ ــــــ  د روغ بدن او ذهن پمپول په پاتې شوني خواړو باندې ناشوني دي. معمولا تازه او سالم خواړه ګران وي، خو دغه لګښت د هوسایني او اوږدمهاله راتلونکی لپاره بیا کوم ارزښت نلرې. ستاسو صحت ستاسو ژوند دي.

8. پور مو ورکړئ ـــــ که تاسو د ډېر سود پور تړون لرۍ، نو دا به ډېر لیونتوب وي چې وريې نکړی مخکې له دی چې تاسو باندې نوري پیسې اضافه شي. هیڅ شي هم لږ عملي نه دي خو تاسو باید تل  د خپل پور غلام اوسئ. 

احمدظهور سعیدي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …