کور / افغانستان او نړۍ / دکندزدترانسپورټ عوایدو دتیرکال په پرتله ۱۱سلنه زیات شوي

دکندزدترانسپورټ عوایدو دتیرکال په پرتله ۱۱سلنه زیات شوي

دکندز دتراسپورټ په عوايدو کې دتیرکال په پرتله سږکال دپرمختګ او ودې په موخه ۱۱سلنه عوايد زیات شوي دي.

په همدې اړه د کندز د ترانسپورټ رئیس یوې سرچنې ته ویلي چي ، د روان کال په تېرو ۹ میاشتو کې د دې ریاست په عوایدو کې ۱۱ سلنه ډېروالی راغلی دی.

سید جواد جیلالي نن دیوې مرکې په ترځ کې یوې رسنیزې سرچنې ازادۍ ته ویلي چي  سره له دې چې سږکال د کندز ښار سقوط وکړ او په دې ولایت کې اقتصادي او سوداګریزې چارې هم له ستونزو سره مخامخ وې، خو بیا هم دوی توانېدلي چې د دې ادارې په عوایدو کې ډېروالی رامنځه کړي ښاغلي جلالي همداراز وویل چې د مسافر وړونکو او باروړونکو وسایطو څخه د حق العبور را ټولولو، د موټر چلونکو له غیر قانونې چلند، د خط سیر د کتابچو د وېشلو، د ترانسپورټې خدمتونو له لارې همدارنګه له شېرخان بندر څخه د سوادګریزو توکو له انتقالاتو څخه دوی دغه عواید ترلاسه کړي دي.

دکندز ټرانسپورټ چي په میاشتوله ستونزو سره مخ هم او اوس مهال بیا دژمې په رارسیدوسره هم له ستونزو سره مخکیږي بیاهم دعوایدپه زیاتیدوسره دیوولس سلنې پرمختګ خبرخپورکړی دی.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …