کور / افغانستان او نړۍ / دجوزجان پخوانی والی د رشیددوستم له زندانه خوشي شوی

دجوزجان پخوانی والی د رشیددوستم له زندانه خوشي شوی

دتیرې میاشتې نومبرپه ۲۷نېټه د دوستم اودجوزجان پخواني والي احمدایشچي ترمینځ شخړه رامینځ ته شوې چي بیاد دوستم ساتونکوهغه یوه نامعلوم ځای ته برمته کړ اوهلته یې زنداني کړ،خوتیره ورځ نوموړی راخوشي شوی.

په همدې اړه داحمدایشچي زوی منلې چي د جوزجان پخوانی والي او د اسلامي جنبش ګوند پخوانی مرستیال احمد ایشچي درشید دوستم له پنځلس ورځني بند وروسته پرون خوشې شوی .

د احمد ایشچي زوی باتور یوې سرچنې  ته تائید کړه چې د ملي امنیت منسوبینو پرون ښاغلی ایشچي دوی ته وسپاره هغه ویلي چي امنیت ریاست مو پلار راوسپاره، هغوی راخوشې کړ، روغتیايي وضعیت یې هم نسبتاً ښه دی، پنځه ورځې د جنرال دوستم په کور کې و، له پنځو ورځو وروسته چې دلته موږ مظاهرې هم وکړې او فشارونه زیات شول هغه یې امنیت ریاست ته سپارلی و:

 خوبلخوابیا د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر ردوي چې احمد ایشچي د ښاغلي دوستم کسانو نیولی و،خودې سره نور هم دخلکوسره یولړنور سوالونه پيداکیږی چي دوستم نه دی ایسار کړی نوبل دولت چرته دی چي نوموړی یې زنداني کړی اوجرم معلوم نه دی.

یاده دې وي چي  د نومبر په اوویشتمه د ایشچي تر نېول کېدو دوه ورځې وروسته رپوټ ورکړ چې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د بُزکشي یا« وز لوبې» په میدان کې احمد ایشچي وواهه او بیا یې په زرهي موټر کې ولېږداوه.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …