کور / افغانستان او نړۍ / په کجکي کی د بریښنا د دریم توربین د فعالیدو سره سره خلک بريښنا نه لري

په کجکي کی د بریښنا د دریم توربین د فعالیدو سره سره خلک بريښنا نه لري

Baghlan-Brishna

د کندهار اوسېدونکي وایي، د تېرو دو اوونیو راهيسي په کندهار کي برېښنا نسته چي د څښاک د اوبو د نشت ترڅنګ ئې د ګڼو نورو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وایي، د برېښنا د خرابوالي دوې اوونۍ پوره کیږي خو د ډېزلي برېښنا د شتون سره – سره دوی ته آن یو ساعت برېښنا نه رسیږي چي له امله ئې سختي ستونزي ګالي.
د بريښنا شرکت مسئولين د برېښنا د نشت ستونزه نه ردوي او وایي چي په سیمه کي د سته نا امنیو او شرایطو په خاطر زيات پرمختګ نیسي کولای.
د برېښنا شرکت تجارتي مرستيال امان الله فاروقي له رسنیو سره په خبرو کی ویلی چی د کجکي او سنګين په سیمه کي د شکېدلو موزو ترميم به څو محدودي ورځي وخت ونيسي.
د یادولو ده چي کندهار ښار کي د برېښنا د نشت له امله نه يوازي خلک له جدي ستونزو سره مخ دی، بلکي ځني اقتصادي فعاليتونو ته يې هم سخت زیان اړولی دی.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …