کور / مقالې / دسارک (۲۳) کلیزه ستونزي‌او دسترګو لیدلی حال

دسارک (۲۳) کلیزه ستونزي‌او دسترګو لیدلی حال

(که حوصله لرئ، نو لیکنه تر پایه پوري ولولئ!)

یادي غونډي ته مي د ځان سره ملګري هم پیداکړل!

 

د صالون په داخل کي ډیر معتبره سپین ږیري او ځوانان د میلمنو د ښه راغلاست لپاره ولاړ وه، د دوی په لیدولو سره مي هغه د چا پر چم یو من غوښه نوره هم تر لاسه کړه

تالار ته داخل سوو او په تالار کي مو ځان ته یو ځای غوره کړ، ځاي عادي ځاي ؤو او موږ د ځان لپاره مناسب وبلئ. 

هلته د کښېنستلو وروسته مو خپل منځ کي د VOA اشنا راډیو هغه لیکني باندي بحث وکړي چي اوباما ویلي “امریکا طالبان نسي ماتولای”

د وخت څخه په استفاده چي پروګرام نه ؤو شروع سوی، ملګرو ته مي هغه راپور ټلیفون کي لټوی چي د ثبوت په ډول يې ور وښیم، سر مي کښته ؤو چي یو شخص نعرې وهي، “هې، هې، هې!!! تاته وایم”

سر چي مي را پورته کړ، یو کس په ډېر تریو او ترش تندي راته د ځای د تبدیلېدو لپاره ږغ کوي، د مشر د احترام په خاطر ژر ولاړ سوم چي، حاجي صاحب! په دواړو سترګو، کور دي ودان – موږ به شاته ولاړ سو!

ملګرو مي راته ویل چي کښېنه، ددوئ مشران چي راغلل بیا به سره ګورو!
سخت د خجالت ځاي دلته و چي ښاغلي موږ په ناحقه نقد ونیولو. 

اوس نو غونډه شروع سول، او ښآغلي مهمند صاحب په خپله ښایسته وینا کي د تجارانو لاسته راوړني هم بیان کړې، او د متقابل لوري څخه یې وغوښتل چي تجارت او سیاست دي سره بېل کړي ترڅو شته ناخوالو ته د پای ټکی کښېښودل سي. 

کور یې ودان – د خبرو په جریان کي یې هغه زېری هم د بولدک خلګو او د کندهار تجارانو ته ورکړ چي په بولدک کي د تجارانو د مشکلاتو د راکمولو په موخه نوې ودانۍ جوړيږي، تر څو تجاران د خپل مشکل د حل لپاره یاد ځای ته مراجعه وکړي!

د یو ځوان په خاطر ددې سیمي او د دوئ دا پیغام د قدر وړ بولم، او د خپلي ټولني لپاره یې نه هېرېدونکې کړنه او پرمختګ بولم. 

مهمند صاحب، خپل درنه او له پنده ډکه وینا پایته ورسول، غونډي وار په وار دروندوالی پیدا کوئ او تقریباً د یوې مثبتي سیالۍ خوند یې کاوه. 

وروسته د پاکستان څخه راغلو مېلمنو کي یوه ګډون وال وینا وکړه، هغه چندان په خبرو هم نه پوهېدئ، او ددي وړتیا یې نه لرل چي څنګه دې تجارتي غونډي ته وینا وکړي، خو بس پر سټېج یې د زمري مخته د زمري په کور کي د پاکستان زنده باد نعرې وهلې. 

زموږ ستر جنرال د مېلمه پالني په خاطر په وینا کي هغه ته د زړه له درده د ماما لقب ورکړ، او ورته یې په وار وار تکرار کړه چي دلته او هلته دواړه د یوې قبېلې خلګ ژوند کوي، او موږ به تل د خپلي خاوري غوښتونکي و اوسو. 

جنرال صاحب زیاته کړه، “ماما، که تاسي هلته اوسئ نو دا خو ووایاست چي دواړه ملکونه زنده باد – ولاړ سه نور دي معلومات په پښتونخوا کي د پښتونخوا پارټۍ څخه ترلاسه کړه”

بېچاره قهرجن ؤو، خو د پښتونولۍ اصولو ته په کتو سره یې میلمه پالنه وساتل. 

د جنرال صاحب نوري خبري به تاسي اورېدلي وي چي د پند او خوند څخه ډکي وې، او ما هم دده د ولاړي سره سم د احترام په خاطر ولاړه اختیارول او د ناستي سره مي ناسته اختیارول. 

که څه هم دی به راخبر سوی لا نه وي، نر دئ او په دې زمانه کي داسي نران ډېر کم پیدا کیږي، زموږ په دواړو لاسونو دې زمري ته سلام دئ. ځوانان یې تر شا ولاړ دي، زموږ کدر دئ، د وطن ننګیالی دئ او انشاالله خدای یې ساتنه کوي. 

وروسته د پاکستان کونسلر صاحب وینا وکړه، د هري خبري سره به یې ځان د پښتنو د قبیلې او سیمي بلئ، کونسلر صاحب د جنرال صاحب څخه غوښتنه وکړل چي، “که تاسي موږ لېوني بولئ، نو تاسي خو سم یاست!، تاسي ولي د خپل ورور لمن پر سر ور اړوئ؟”

خواست یې وکړ، په وار وار یې د جنرال صاحب صفت کاوه، هغه د خلګو پر چم، د جنرال صاحب په صفت نه مړېدئ، نه یوازي صفت، بلکه د خبرو په جریان کي يې په وار وار د جنرال صاحب څخه بخښنه وغوښتل او د خبرو په جریان کي یې سترګي لا نه ترې اړولې.

(رښتیا هم زور غرونه چپه کړيدي)

زور د هوډ او کامیابۍ وسیله ګرځېدلای سي!!! – جنرال صاحب، درباندي ویاړم. 

خو په رښتیا هم ښه پروګرام ؤو، او ډيرو معتبرو اشخصاو پکښي شتون درلود، تقریباً ټول هغه کسان موجود وه چي په دې ټولنه کي حساب پر کیږي. 

د داسي او ورته پروګرامونو جوړول د مملکت د پرمختګ زېری ورکوي او په سیمه او منطقه کي د بریالیتوب انګېزه خپروي پدي شرط چي د یوه ترتیب سوي پلان لمخي پر مخ یوړل سي!

اوس راځم د پروګرام غلطیانو ته!!!

زما درنو مشرانو، ددې ټولني شملورو، د میرویس او احمدشاه کړوسیانو!

۱. تاسي اوس هم په ټولنه کي وړ کدرونه لرئ، د دي درنې غونډي نطاق یو ډېر غیر قابل شخص ځکه ؤو چي د نطاقۍ د اصولو خلاف کړني او عملونه یې سرته رسول. 
مثلا: زموږ هر دروند او معتبره شخصیت ته چي به يې بلنه ورکول نوم به يې هم هغسي نه اخیستل کیدی لکه څنګه چي باید اخیستل سوی وای، حتا د (صاحب) کلمه یې هم د نامه سره نه یادول!

۲. د خبرو وروسته به يې هغه الفاظ د منني لپاره نسوای کارولای څنګه چي باید کارول سوی وای!

۳. د غونډی وزن او مصرف په ډیره لوړه سطحه وه خومتاسفانه منیجمینټ او اداره کول يې ډیره کمزوري وه همدا لامل و چي غونډه يې بدرنګه کړي وه.
مثلاً: په یاده غونډه کي نندارتون جوړ سوی ؤو، مګر د نندارتون لپاره د بینرانو ډول او کیفیت د منلو نه ؤو او د نندارتون لپاره مؤظف کسانو خپله هم د دې نندارتون اړوند پوره معلومات مراجعینو ته ور نکړل!

که تاسي مشران داسي کړني وکړئ، نو بیا د لاندي کشري طبقې اصلاح ستونځمنه کیږ‎ي.

که چيري په دې غونډه کي ځوانانو ته رول ورکول سوی وای، ستاسي په آند، د همسایه ملک سره به یې خپل نظر ښه نتایج نه وای درلودلي؟

که یې په یاده غونډه کي ښه نظر نه وای ورکړی، دا خو یې والله کړي وای چي په غونډه کي یې پر ملي مسایلو باندي د مېلمنو څخه به احترامانه غوښتنه کړې وای تر څو د اجنډا څخه وتلي او خونکاري خبري ترسره نکړي. 

دا کار هغه چا کړی چي د غونډي د کنترول مسؤلیت یې درلودلئ، او بې نظمي تر دې حده رسېدلې وه چي د کونسلر صحاب د خبرو په جریان کي کاریګرو شاته ترپ او تروپ – پسه هاری – ایسته که، دوري – ….
که دا شیان شروع وي، دا راته د یو ځوان په صفت د قبول وړ نه دي. 

رئیس صاحب سټېج ته ولاړ سو، د تقدیر نامې د اخستلو لپاره مېلمانه هلته پاته سوه، خلګ ددې غوښتنه کوي چي جنرال صاحب، “ته راسه – یو عکس راسره واخله”

دا قهرمان خو دلې دئ، په کندهار کي دئ، بله ورځ ورسئ او عکسونه ورسره واخلئ، مجلس ورسره وکړئ، د زړه خواله ورسره وکړئ. 

خو په داسي مجالسو کي هغه بېچاره پرېږدئ چي هري نقطې ته فکر وکړئ، تر څو د دا چهارصدوبیست خلګو سره خبري کړي او هدف ته ځان ورسوي، سياست وکړي او تاسي د دې سیمي ګټونکي کړي. 

اخر کي بس دومره وایم چي سمون له لوړه سره راځي، او فساد هم له لوړه څخه ورکیږي او ګټه هم له لوړه سره څخه اخستل کیږي.

په درنښت
 حاجی حبیب الله رحمت 
 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …