کور / افغانستان او نړۍ / په لغمان ولایت کې ۱۲زره کډوالوته دکورنیودنمرو ویش پیل شوی

په لغمان ولایت کې ۱۲زره کډوالوته دکورنیودنمرو ویش پیل شوی

په لغمان کې د دولس زرو کډوالو کورنیو لپاره د بابا صیب د نوي ښار ګوټي پروژه پرانېستل شوه.2

دلغمان ولایت مطبوعاتي دفترڅخه په یوه لیږدول شوي خبرپاڼه کې خبریال ویب پاڼه کې ویلي شوي چي په لغمان کې د بېرته راستنو شویو کډوالو د دولس زرو کورنیو لپاره د مرکز مهترلام اړوند د بابا صیب په دښته کې د نوي ښار ګوټي پروژه چې پلان او نقشه یې له وړاندې منظوره شوې وه، نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي، د ولایت د مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار، په ملي او ولایتي شوراګانو کې د لغمان د خلکو د یو شمېر منتخبو استازو او د ولایتي ادارې د رهبرۍ له لوري د پټۍ په پرې کولو سره رسما پرانېستل شوه او په لومړي قدم کې سلو تنو هغو کډوالو ته چې د اسنادو کتلو او تکمیلولو بشپړه پروسه یې د اړونده کمېسیون له لوري څارل شوې او ترتیب شوې وه، د ملکیت سندونه په واک کې ورکړل شول.

دغه ښار ګوټی چې په شا و خوا ۳۰۰۰ جریبه ځمکه کې یې نقشه تطبیقېږي د اوسني وخت د ژوند په ټولو عصري اسانتیاوو او ښاریانو ته د غوره ښاري خدماتو په برخه کې په شتو امکاناتو مجهز دی، چې سربېره پر استوګنیزو نمرو سوداګریزې، خدماتي او شنې ساحې او دغه راز پارکونه به هم ولري.

په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې لومړی د ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار  د ښه راغلاست تر څنګ د یاد ښارګوټي او مستحقینو ته د استوګنیزو نمرو د ویش په اړه خبرې وکړې. وروسته ورپسې په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي برید جنرال نقیب الله محبت او د ولایتي شورا منشي ګلزار سنګروال بیا د خپلو خبرو پر مهال د دغه ښارګوټي په برخه کې د ولایت مقام د هلو ځلو د ستاینې تر څنګ له ولایتي ادارې وغوښتل څو د یو منظم پلان او ډیټابس له مخې په دغه ښارګوټي کې په مستحقو کسانو استوګنیزې نمرې وویشي او دغه پروسه په ښه شکل مدیریت کړي څو په راتلونکي کې ستونزې پیدا نه شي.

ورپسې لغمان والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې د روڼتیا په اړه د ډاډ څرګندولو تر څنګ وویل چې د کډوالو ځای پر ځای کول او د هغوی په درسته توګه پالنه یې له کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي، چې دې برخې ته د ښې رسیدنې په خاطر اړوند کمېسیون دنده لري څو د قانون او طرزالعمل سره سم په لومړي قدم کې په دغه ښارګوټي کې په هغو مستحقو کډوالو کورنیو استوګنیزې نمرې وویشي، چې په ۲۰۱۶ کال کې تازه دې ولایت ته راستنې شوې دي.

ښاغلي نعیمي زیاته چې په دوهم قدم کې ورته د کډوالو د روغتیا، د څښاک د روغتیايي اوبو د رسولو او د کډوالو د ښوونې او روزنې مسله ډېره اړینه ده، چې په دې برخه له ښاغلي بلخي وغوښتل څو نړیوالې مرستندویه ادارې او دغه راز د کابیني یو شمېر اړونده وزارتونه دې ته وهڅوي چې د دغې پروژې په کامیابېدو کې خپله بشپړه همکاري وکړي.

عبدالجبار نعیمي له بېرته راستنو شویو کډوالو وغوښتل چې د بې نظمیو او غصب د مخنیوي او دغه راز دوی ته په درسته توګه د مرستو د پر وخت رسېدو په خاطر له تیت و پرک حالت څخه باید ځانونه وساتي، هغوی چې لا هم د مهاجرینو چارو له ریاست سره راجستر شوي نه دي خپل ځانونه دې ثبت و راجستر کړي څو د قانون او طرزالعمل سره سم د پلان له مخې ورته په دغه نوي ښار ګوټي کې استوګنیزې نمرې په واک کې ورکړل شي.

%db%b21 3%db%b2

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …