کور / افغانستان او نړۍ / په هالنډ او بریتانیا کې افغان سفیران او دیپلوماتان له دندو وتښتېدل!

په هالنډ او بریتانیا کې افغان سفیران او دیپلوماتان له دندو وتښتېدل!

هم مهاله داروپا په هالنډ او دبریتانیا په لندن کې  افغانستان سفیران له یو شمیر نورو دیپلوماتانوسره له دندو تښتېدلي‌او دپناه غوښتنه یې کړې ده . 

په بریتانیا کې سیامک هیروي چې مستشار یا شازدافیر وو له خپلي‌دندي‌تښتېدلی او په بریتانیا کې له خپلي‌کورنۍ سره دپنا اخیستلو درخواست ورکړی دی . سیامک هیروي

نوموړی دافغانستان دهرات ولایت اوسېدونکی دجمعیت ګوند غړی او دبهرنیو چارو پخواني‌ وزیر ډاکتر سپنتا ته نېژدې کس وو. له نوموړي‌سره هم مهاله په هالنډ کې دافغانستان سفیر .

پوهاند ډاکټر عبيدالله عبيد له خپلي دندي تښتېدلی او د کورنۍ سره يو ځای يې په دغه هيواد کي د پناه غوښتنه کړيده یوې باوري سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل چې دوی لا اوس هم دافغان سفارت ځیني وسایل کاروي چې په هغوی کې یو هغه دتخفیف کارت دی چې دیپلوماتانو ته ورکول کېږي . 

نوموړي چي په جميعت ګوند پوري اړه لرله تر دې مخکي د افغانستان د لوړو زدکړو د وزير په توګه دنده لرله چي پر مهال يې د پښتنو د ځينو سيمو د کانکور ازموينو د پاڼو په له منځه وړلو او هزارګانو و تاجک وروڼو قومونو ته تر خپل دیبلوماتان حق په څو ځله زياتو بورسونو ورکولو تورن وو.

پوهاند ډاکټر عبيدالله عبيد، د نوموړي سياسي سلاکاره مېرمن صالحه سنجر او دريم سکرټر علي رضا د دندي د مودې تر پوره کيدو وروسته ددې پر ځای چي بيرته افغانستان ته ولاړ سي د سياسي پناه غوښتنه کړې ده. يوه بله سرچينه بيا وايي افغان سفير دا مهال په المان کي د پناهندګۍ لپاره په تياري او د پناه غوښتلو هيواد په انتخاب بوخت دی.
ويل کيږي چي سياسي سلاکاره او دوهمه سکرټره صالحه سنجر په کاناډا کي د پنا غوښتنه کړې او دريم سکرټر په يوه بل هيواد کي ځان پټ کړی دی.

له دغو دواړو سفیرانو وړاندي په بریتانیا کې دافغانستان دسفارت لمړئ‌سکرتر پاینده او ورسره علیم فهیم چې دپخواني جنرال فهیم دکورنۍ غړی وو هم دلته دپناه اخیستلو درخواست کړی وو. 

ډېری خبریالان وايي چې ورته کړنې په نړۍ واله کچه دافغانستان اعتبار ته سخت زیان اړوي . سفیر درهالند

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت یوه لوړرتبه چارواکي‌ چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي‌خبریال ډاټ کام ددواړو سفیرانو دتېښتي خبر تائید کړ. 

هم دا راز سرچینې وویل چې تېر کال په ټوله نړۍ کې نېژدې (۱۶۰) دیپلوماتانو دپنا غوښتنې درخواستونه ورکړل چې ځینو یې اسناد هم ترلاسه کړي دي . 

په بریتانیا کې دافغانستان دسفارت یوه مامور خبریال ډاټ کام ته وویل چې تېرکال درې مهمي څېرې له بریتانیا نه بېرته ستنې شوې چې په هغوی کې یو یې سفیر محمد داود یار ،

مستشار یا شازدفیرحنیف احمد زی یې  ډاکتر حامي حامي وو چې افغانستان ته ستانه شول ، بل داسي کس افغانستان ته نه دی ستون شوی چې نوم یې واخیستل شي . 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …