کور / مقالې / بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو په زابل ولایت کې یو نوی بحث را پیل شوی دی . 

دا بحث وروسته له هغه سر وواهه چې کله دملي امنیت دادارې له لوري‌هغه شفرونه رسوا شول چي دبسم الله افغانمل سفرونه ورکي ‌ذکر شوي‌وو. 

بسم الله افغان مل پوره نهه میاشتي‌وړاندي د ( ۱۳۹۴ ) دحوت میاشتي پر ( ۲۸ ) نېټه زابل ولایت ته دوالي په صفت تشریف راووړ . 

خو په دغو نهو میاشتو کې نوموړی (۳۳) ځله کندهار ته تللی دی . اوس که حساب وشي مطلب دا چې هره میاشت پوره (۸) یا تر (۸) ځله زیات بسم الله افغان مل کندهار ته تللی او بیرته راغلی دی . 

که په اوست ډول دبسم الله افغان مل دیوه سفر شپې په کندهار کې وشمېرو نو که یې په یوه سفر کې دوې (۲) شپې کړې وي‌ ، په یوه میاشت کې لږ ترلږه (۱۶) شپې کېږي . او  که یې درې(۳)  شپې کړې وي‌ نو دا شمېره له (۱۶) څخه وه (۲۴) لوړېږي . 

نو دیوه ولایت والي‌چې دخپل ماموریت لویه برخه په خپل پلارني‌ ولایت کې تېره وي ‌او تر نیمايي لږ وخت ماموریت ته ورکوي‌، هغه والي ‌څنګه کولای شي چې دیوه ولایت داوسېدونکو ستونزي واوري یا یې دامنیت په برخه کې کوټلي‌ ګاومونه اوچت کړي‌.

بل لوري ته دهیواد ولسمشرډاکتر اشرف غني‌احمدزی وايي ‌چې په ټول هیواد کې دمصارفو دراټیټیدو هڅه پیل کړې ، نو که دبسم الله افغانمل سفرونو ته حساب وشي ، هر سفر یې ډېر لوی مصرف لري‌. 

دبیلګي په توګه ! له ښاغلي‌افغانمل سره په هر سفر کې دامنیتي‌ ساتونکو (۸) وسایط سفر کوې چې په هر موټر کې لږترلږه (۸) کسان سپاره وي . ددغو اتو کسانو دخوراک ، څیښاک او وسایطو مصرف ښاغلی افغانمل دزابل ولایت له هغې ولایتي ‌بودیجې کوي ‌چې دمرکزي ‌حکومت له لوري دښې حکومت ولي په موخه ورکول کې. 

نو که ښه حکومت ولي له ولایت نه بهر ژوند کول وي بیا خو پکار دي چې ټول والیان مرکز ته واستول شي . او که داسي‌نه وي نو بیا ولي دزابل ښاغلی والي ډېر وخت په کندهار کې وي . 

او که چېرته نوموړي ته کندهار ډېر په زړه پوري‌ او زابل خوند نه ورکوي ،بیا دی ښاغلی اشرف غني نوموړی دکندهار والي مقرر کړي . 

دا چې په دې وروستیو کې دزابل ولایت امنیت تر بل هروخت خراب شوی ، او وسله وال طالبان په اساني سره ددغه ولایت په بیلا بیلو برخو کې آزاد تګ راتګ کوي‌او دولایت (۷۰) په سلو کې برخه یې ترخپل کنټرول لاندي راوستې ده ، یو علت یې دولایت دوالي‌غفلت دی . 

ښاغلی افغان مل په زغرده او ښکاره ډول خبریالان هم ددغسي یوه وضعیت له خپرولو څخه راګرځوي . 

دده دولایت په نهو میاشتو کې په زابل ولایت کې پر آزادو خبریالانو (۴) بریدونه شوي ‌دي چې په دریو مواردو کې خبریالان ټپیان شوي ‌او په یوه مورد کې یو ځوان خبریال په قلات ښار کې شهید کړل شو. 

هم داراز له خبریالانو سره دتاوتریخوالي‌ ټولي (۲۵) پېښي راجستر شوې دي چې دا دافغانستان په کچه تر بل هرولایت ډېري ‌دي . 

دا یادونه هم ضروري‌ ده چې ښاغلي‌ افغانمل په کندهار کې اوس ځانته یوه اندازه وسله وال په دې پلمه راپیدا کړي دي‌،چې ګواکې دده دکور او دکورنۍ دغړو ساتنه کوي . 

دهغو وسله والو مصارف هم دحکومت په غاړه دي . 

دافغانستان اوسنی ولسمشر چې بهرنی او اقتصادي سیاست یې په ځايي‌او نړۍ واله کچه دستایلو وړدی ، ښايي دا ډول ستونزي ده ته وړې وبرېښي ، خو که چېرته نوموړی دخپلو داډول بې کیفایته والیانو خلاف ګام واخلي‌او هغوی له دندو لیري او پر ځای یې وړکسان وګوماري ، نو ډېر ژربه په کوردننه کې دولسمشر پر کورني سیاست هم دخلکو باور راژوندی شي . 

که چېرته ولسمشر یا دولسمشر ماڼۍ یا دافغانستان بل هر ارګان دښاغلي افغانمل په تړاو ثبوت او معلومات غواړي‌ زه ددغې لیکنې لیکوال او دزابل ولایت ډېری خبریالان هرډول مرستي ته تیار یو . 

زموږ سره دښاغلي‌افغان مل دځینو نورو داسي کړنو ثبوتونه هم شته چې په رسنیو کې خپرول یې ښايي دافغاني دود خلاف کار وي ، خو که چیرته ولسمشر او دمحلي‌ارګانونو دخپلواکې ادارې مشران ژر تر ژره دا ستونزه حل نکړي او ښاغلی افغانمل بېرته په عزت کندهار ته وانستوي ، ښايي موږ اړ شو چې ځیني ناسمي ویډیوګانې او غږیز ټایپونه  له نورو اسنادو سره یوځای خپاره کړو. 

په درنښت 

لیکوال : نوراحمد

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …

دپيسو دمصرف کولو ۸ عمده لارې

۸ عملي لارې چې تاسو پیسې پرې ولګوئ زه پوهیږم، سپما او د راتلونکي لپاره …