کور / مقالې / خبریال د ټولنې هینداره

خبریال د ټولنې هینداره

خبریال د یوې ټولنې هنداره ده او سروکار یې د ټولنې د ستونزو رسول دولت ته او د دولت د کړنو څخه د ملت خبرول دي. له بده مرغه زمونږه هیواد افغانستان کې نه خبریال خوندي دی او نه هم ښاري یا کلیوال خوندي دی.د ناامنئ څپې د هیواد ګوټ ګوټ کې خپرې دي چې تر ډیره یې مسولیت د زورواکو او لنډغرو په غاړه دی، لنډه غر د نظام په داخل کې هم دومره غښتلي دي چې په هرې طریقې سره خبریال څه چې هر چا ته زجر ورکوای شي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي دي چې د ۲۰۱۶م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه هيواد کې له خبریالانو سره په تاوتریخوالي کې ډیرښت راغلی دی د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په وینا په جگړه ځپلي هیواد افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندي د ۲۰۱۵م کال په پرتله د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تاوتریخوالي کچه ۳۸ سلنه ډیره شوې ده. آیا نړۍ د خوړلو د کموالې او یا د مارکېټ د کموالې سره مخ ده؟

د دغې کمیټې مشر نجیب شریفي د سه شنبې په ورځ وویل: د روان کال په شپږو میاشتو کې کمیټې د افغان خبریالانو پر وړاندي ۵۴ پیښې ثبت کړي دي او په روانو شپږ میاشتو کې تقریبا لس خبریالان وژل شوي دي. دا ډیره خواشینونکې ده چې هغه څوک چې خپل ټول وخت یې د ستونزو د برسیره کولو، د حکومتي ادارو د پام اړولو او د حکومتي کړنو څخه خبرولو ته وقف کړي وي، په بدل کې ورته مرګ ډالئ شي. دا هر خبریال اولادونه لري، مور پلار لري او کورنئ لري چې همدا سپیڅلی مسلک ورته د خدمت تر څنګ یو مړئ ډوډئ هم ورکوي، د هغوی ټولو راتلونکی او ژوند د تباهئ سره مخ کول دي.د خبریال ځورول او وژل په اصل کې د ټولنې دخدمتګار وژل دي.په ډیر افسوس سره باید ووایو چې د خبریالانو د ځورولو او وژلو د اکثره قضیو مسوولین حکومتي زورور او سرتمبه مسولین او همدا شان جنګي طالبان او حکومت مخالفې ډلې هم لاملین ښودل شوي دي چې دا لا زیاته خواشینونکې خبره ده.خبریال هغه بې پرې شخص دی چې د هر چا اواز او ستونزو ته غبرګون ورکوي او برسیره کوي یې، دحکومت مخالفینو ته هم پکار دي چې د ژورنالیژم د سپیڅلي مسلک سره تړلو خلکو ته بشپړ درناوی وکړي او خوندیتوب یې تضمین کړي.په خواشینئ سره باید ووایو چې خبریال کله هم دلته د کوم زورواکي په خلاف خوله خلاصه کړې او یا یې پرې کوم رپورټ جوړ کړی نو وهلو ټکولو او زجر څخه نیولو ان تر مرګه یې خبره رسیدلې ده.

رسنئ او د بیان ازادي هغه څه دي چې د تیر ولسمشر کرزي په شمول ورته د حکومت ستره لاسته راوړنه او بریا ویلی شو  خو اوس د خبریالانو د وژلو سره د بریا دغه اینه ورو ورو ګردجنه کیږي. افغانستان کې دخبریالانو وژل کیدل نه یواځې دا چې د افغانستان سیاسي حیثیت ته زیاته ضربه رسوي بلکه افغانستان نور هم بدناموي او دحکومت د ناکامئ یو فکتور ورسره بل هم اضافه کیږي.

خبریالان هم باید خپل بې پریتوب او د ژورنالیزم د سپیڅلي مسلک پرنسیپونه او اصولونه مراعات کړي.داسې نه شي چې د چا سره شخصي عقده لري نو ناحقه ورپسې غلط شایعات او راپورونه جوړ کړي  او د خپلې عقدې د سړولو لپاره درانه اشخاص سپک کړي.خلک دې ته نه ګوري چې حقیقت څه دی بلکه د خبریالانو خولې ته ګوري او ان د قران په ډول حواله په رسنیو ورکوې، تر اوسه چې څوک خبره کوي دا نه ګوري چې سمه ده که غلطه بس وایی ولا پرون یې فلاني تلویزون کې داسې وویل.خبریالان حقه حقوق لري خو مسولیتونه هم لري، د پیسو، تملق او شخصي عقدو څخه پاک رپورټنګ او خبرونه باید جوړ کړي تر څو د ټولنې ستونزې برملا شي.په خواشینئ سره باید ووایم چې اکثره ژورنالستان په افغانستان کې یا هم ګوندي تړاو په اساس رسنیو کې کار کوي او یا یې هم د پیسو لپاره خپل مسلک خرڅ کړي وي او یا د شخصي عقدو او غریضو د رفع کولو لپاره ځینې درانه اشخاص سپکوي.

په هر صورت د خبریالانو دخوندیتوب مسولیت هم حکومت لري او هم یې د حکومت مخالفې ډلې.خبریالان زمونږ د ټولنې د هندارې حیثیت لري او د ژوند خوندیتوب، د فامیل خوندیتوب او ورته لازم چاپیریال برابرول د حکومت د مسولیتونو څخه شمیرل کیږي.حکومت باید ددې تر څنګ په خپل وخت سره هم لازم مالومات خبریالانو سره شریک کړي ځکه چې خبر کې یو اساسي پرنسیپ وخت هم دی.

د یوې کاملې سوکاله، خوشاله او خوندي افغاني ټولنې په هیله.

لیک: تاج محمد تمکین

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …