کور / کلتور / چرس لاخان لنډه کیسه

چرس لاخان لنډه کیسه

بنډار يې ښه ګرم روان و،هر یو ګل،ګل ځواني درلوده،شېبه وروسته یو يې سګریټ ته اور واچوه،هغه بل ورته کړل؛دا به دې ځواني وخوري،دا ګوره سم لکه د ځوانۍ چينچی دی،که بیا هم زړه دې نه صبرېږي،دغه نري نري يې لګ ښه دي؛د دېرې د بل سره ملک نواب خبره اوږده کړه:په سګريټو کې مې له تاسې ښه واورېدل،د چلم څخه مې په خپل ژوند بل ښه شی نه دی ليدلی،په یوې اوږدې ساه يې د چلم مرۍ تازه کړه، بیا يې وویل نوره ستاسې خوښه چې څنګه مو زړه وي،د کتابونو خبرې به تاسې ته مالومه وي…

دوی په ښو او بدو سګريټو خبرې کولی چې،د وړې کلا  څنګ ته طوطي شاه راښکاره شو،ټولو په خندا وویل نور به دا بحث خلاص شي،ځکه طوطي شاه به راته قناعت راکړي،هغې خو هسې هم ټول عمر سګريټ ووهلي؛

د جوړ په خېر وروسته ترې لونګ پوښتنه وکړه؛

طوطي شاه!

دا دومره وخت دې چې سګريټ وڅکول،حتما به دې په کې کافي تجربه ترلاسه کړي وي،یوازې یو څو ګټې يې مونږ ته ووایه او…

طوطي شاه لونګ ته په را وتلو سترګو وکتل بیا يې وویل:

د ځوانۍ په دوره کې هر څوک نه پوهېږي،خو بیا وروسته يې په ډېرو شیانو سر خلاصېږي،نو زما هم د ځوانۍ عمر تېر شوی،اوس چې ښه سم چره دار سګریټی نه وي،تش سګريټ خو سړی د ژونده خلاصوي؛ټول یې یې حېران کړل،ملک له خپل ځایه وویل:

ما درته نه ویل چې د چلم بل ښه شی نشته،د سګریټو بس به بیا له تاسې هر یو چرسولا خان جوړ وي؛

لونګ په قوي عظم وویل ټول دې له یوې مخې ورک شي.

 پای

قسیم حمیدزی

هامبورګ۲۰۱۶-۱۲-۴

دا هم په زړه پوري مطلب دی

انور خان لالا ونمانځلى شو

  په خېبر پښتونخوا کې د لومړي ټائپيسټ او د پښتو اکېډمۍ د زوړ کارکوونکي، …

د مغرب تنقيدي اصول (دوېمه برخه)

د اپلاتون تنقيد اپلاتون د خپلو تنقيدي رايو اظهار په تفصيل سره نه و کړى. …